روحاني په ولسمشریزو ټاکنو کې رئیسي ته د بریالیتوب مبارکي ورکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یوه بیانه کې د ایران د ولس منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته د ولسمشریزو ټاکنو په دریالسم پړاو کې د بریالیتوب له امله مبارکي ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په یو پیغام کې سید ابراهیم رئیسي ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب د امله مبارکي وویل او زیاته یې کړه: بې له شکه له امکاناتو او له مادي او معنوي ظرفیتونو پر ځای استعمال کولایشي ستونزي هواري او په کورني او بهرني ډګرونو کې د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام له موخو سره مرسته وکړي.
روحاني وویل: هیله لرم چي ستاسو په هلو ځلو او د هیواد له ټولو ارګانونو په ږغملتیا سره د ولسمشرۍ په ځایګی کې د هیواد د پرمختګ او ودانۍ په موخه ستاسو د کارنده اقداماتو او د ولس د هوساینې کتوونکي ووسو.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د ټاکنیز کمیسیون له راپور سره سم، سید ابراهیم رئیسي د ولسمشریزو ټاکنو په لومړني شمېرنو کې بریالي شوي او ۱۷ میلیون او ۸۰۰ زره رایې تر لاسه کړي دي.