په بهرني سیاست کښې به پراخ او متوازن تعامل ولټوو
د ایران منتخب ولسمشر په دې خبرې سره چې د حکومت بهرنې سیاست یې له ایټمي موافقې نه شروع کیږي او تر هغې به محدود هم نه شي، وویل: مونږ به په بهرني سیاست کښې د دنیا له ټولو هیوادونو سره پراخ او متوازن تعامل د یو اصل په توګه تعقیب کړو.
سید ابراهیم رئیسي پرون په خبري غونډه کښې د امام رضا علیه السلام د میلاد په مبارکۍ سره زیاته کړه: د بهرني سیاست په لړ کښې باید دنیا پوه شي چې زمونږ د ګران ولس په دې حماسه جوړونکي شتون سره حالات بدل شوي دي او دا نوي حالات اوس د دنیا په وړاندې دي او باید په بهرني سیاست او وضعت کې پوه شي چې په خلکو باندې زیات نه زیات دباؤ تراوسه هیڅ ګټه نه ده ورکړې په دې وجه دې بیاکتنه وکړي او ستانه دې شي.
ښاغلي رییسي د برجام(ایټمي موافقې) د احیا لپاره د ویانا مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: هره هغه مذاکره چې د ملي ګټو ضمانت په کښې وي خامخا به یې ملاتړ وکړو خو مونږ به د خلکو اقتصادي حالات په دغو مذاکراتو پورې غوټه نه کړو او پرې به نه ږدو چې مذاکره په یو ډول د مذاکرې لپاره وي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې سیمه ایز او توغندوي مسائل د مذاکرې وړ نه دي، څرګنده کړه: په یوې مسئلې چې خبرې اترې شوې دي او تړون شوی دی په هې یې عمل ونه کړ نو څرنګه غواړي چې نویو مسائلو ته مخه کړي؟
د ایران منتخب ولسمشر هم داشان د هغه خبریال په ځواب کښې چې پوښتنه یې وکړه آیا د بندیزونو په ختمیدو سره د امریکې له ولسمشر سره ملاقات ته تیار یئ؟ په یوه خبره کښې وویل: نه.
رییسي د لویدیځوالو د بشري حقوقو په دوه ډوله دریځونو هم نیوکه وکړه.