ایران په ځیرتیا سره د افغانستان اندیښمنونکې وضعیت تعقیبوی
خطیب زاده په ټویټر کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران سملاسی د تاوتریخوالی د کمولو ، د قانون حاکمیت ته درناوی او په افغانستان کې د پراخو خبرو اترو غوښتونکې دې ، زیاته کړه د امریکا خرابو سیاستونو په سیمه کې اوږدمهاله پایلې درلودلی دی او همدااوس هم د امریکا غیرمسولانه کړچار د زیات تاوان د زغملو په حال کی دې .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی خطیب زاده بیګا په افغانستان کې وروستیو نښتو او تاوتریخوالیو ته په اشارې سره جوته کړه ایران په ځیرتیا سره د افغانستان اندیښمنونکې وضعیت تعقیبوی .
خطیب زاده په ټویټر کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران سملاسی د تاوتریخوالی د کمولو ، د قانون حاکمیت ته درناوی او په افغانستان کې د پراخو خبرو اترو غوښتونکې دې ، زیاته کړه د امریکا خرابو سیاستونو په سیمه کې اوږدمهاله پایلې درلودلی دی او همدااوس هم د امریکا غیرمسولانه کړچار د زیات تاوان د زغملو په حال کی دې .
په وروستیو اونیو کې د افغانستان بیلا بیلې سیمې د افغان عسکرو او طالبانو ترمینځ د سختو نښتو ډګر دي .
د طالبانو پراخې حملې او له ځینو ولسوالیو د افغان عسکرو شاتګ او د طالبانو لاس ته د ولسوالیو ورتللو د افغانستان د خلکو ، سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ګوندونو د اندیښنې زیاتې کړی دي .