سیمه او نړۍ په افغانستان کې دتاوتریخوالی د نوی څپې توان نلری
تخت روانچی له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتلو ته په اشاری سره وویل له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو سره طالبان د زور لپاره کومه پلمه او توجییه نلری ، پر دې اساس باید تاوتریخوالی بند شی .
د ایرنا له راپور سره سم په ملګرو ملتو کې د اسلامی ایران دایمی استازی مجید تخت روانچی د افغانستان امنیتی وضعیت د جدی اندیښنې سرچینه وباله او جوته یې کړه په افغانستان کې وروروژنه او تاوتریخوالی احتمالی نوی څپه یوازې د بی ثباتۍ اوناامنۍد نوی څپې سبب کیږی چی نور افغانستان ، سیمه او نړۍ د هغه د زغملو توان نلری .
تخت روانچی له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتلو ته په اشاری سره وویل له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو سره طالبان د زور لپاره کومه پلمه او توجییه نلری ، پر دې اساس باید تاوتریخوالی بند شی .
تخت روانچی پر دې په تینګار سره چی اسلامی ایران تل د افغانستان په څنګ کې ولاړ دې ، وویل ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو په شمول له ټولو لورو غواړی چی د افغان اولس ګټې د نورو له ګټو بره وګرځوی .