ایران په افغانستان کښې د جنګ طرفدار نه دی
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د جنګ د دوام پلوي نه دی .
د افغانستان د ملي روغې جوړې لوړې شورا مطبوعاتي دفتر په یوې (۱) خبر پاڼې کښې وویل د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو او د سولې له هڅو د تهران د ملاتړ د دوام په هکله ډاډ ورکړ .
هغه ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو لپاره د خبرو اترو له لارې په هیواد کښې کښې د پراخ بنسټه سیاسي حل لارې ملاتړ کوي .
د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم په دغه کتنې کښې د ایران د نوي ولسمشر په توګه د حجت الاسلام و المسلمین ابراهیم رئیسي د بریالیتوب په هکله په مبارکۍ سره هیله وکړه د هغه د ولسمشرۍ په وخت کښې د تهران او د کابل اړیکې نورې هم پراخې شي .
عبدالله عبدالله دغه راز په افغانستان کښې د سولې له بهیر څخه د ایران د ملاتړ او د مرستې او ملګرتیا قدرونه وکړه .