د اقتصادي جنګ په حالاتو کښې ۶۵ منصوبې ګټه اخېستو ته اورسېدې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102098-د_اقتصادي_جنګ_په_حالاتو_کښې_۶۵_منصوبې_ګټه_اخېستو_ته_اورسېدې
د ايران داسلامي جهوريت د انرجۍ وزير تاکيد وکړ، د اقتصادي جنګ په حالاتو کښې ۶۵ منصوبې ګټه اخېستو اورسېدې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 00:30 Asia/Kabul
  •  د اقتصادي جنګ په حالاتو کښې ۶۵ منصوبې ګټه اخېستو ته اورسېدې

د ايران داسلامي جهوريت د انرجۍ وزير تاکيد وکړ، د اقتصادي جنګ په حالاتو کښې ۶۵ منصوبې ګټه اخېستو اورسېدې.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې رضا اردکانيان وويل، په روان څوارلس سوم هجري نمريز کال کښې له وعده ورکړې شويو ۲۹۰ منصوبو څخه ۶۵ منصوبې ګټه اخېستنې ته رسېدلي دي.

اردکانيان هيله څرګنده کړه، باقي پاتې منصوبې به په ترتيب سره د اوسني حکومت تر ختمېدو او بيا به په راتلونکي حکومت کښې د روان څوارلس سوم کال تر آخره پورې ګټې اخېستنې ته اورسيږي.

هغه همدارنګ وويل: په تېرو اتو کلونو کښې د محدوديتونو او اقتصادي جنګ باوجود د اوبو او برېښنا په برخه کښې خلقو ته د خدمات رسولو بهير دوام لرلے دے.

رضا اردکانيان دا خبره په ګوته کړه چې په تېرو اتو کلونو کښې په ايران کښې له نهو ميلينو زياتو نفوسو سره تقريباً څوارلس کلي د خوږو او پائدارو اوبو له نېټ ورک سره وصل شول.

هغۀ تاکيد وکړ د اقتصادي دباونو باوجود به د اوسني  حکومت تر ختمېدو پورې په ټول ايران کښې د فاضله اوبو تصفيه خانې ګټې اخېستنې ته اورسيږي.تېره ورځ د ايران په اتو صوبو کښې له ۹۰۲ ميليارډو زياتو تومانو په اندازې سره د اوبو او برېښنا د صنعت ۲۴  منصوبې د ايران د انرجۍ د وزير په شتون سره په آنلائن توګه ګټې اخېستنې ته اورسېدې.