د ايران د نمائندګۍ مرستياله:
امريکه دې په خپلو نړيوالو ژمنو عمل وکړي
په ملګرو ملتو کښې د ايران د دائمي نمائندګۍ مرستيالې او سفيرې د امريکې يو اړخيز بنديزونه د نړيوالې صلحې او سوکالۍ خنډ وبلل او د امريکې د يو اړخيزو او قهرجنو اقداماتو د بندولو او په نړيوالو ژمنو د عمل کولو غوښتنه وکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې مېرمن زهرا ارشادي پرون د کيوبا په خلاف د امريکې د اقتصادي، تجارتي او مالي بنديزونو د ختمولو د ضرورت ترعنوان لاندې د ملګرو ملتو په غونډه کښې زياته کړه، عمومي اسمبلۍ په پرله پسې کلونوکښې د هغو پرېکړليکونو په ګټه چې د کيوبا په خلاف د امريکې د بنديزونو د ختمولو غوښتونکي دي په خپلې پرېکنده رائې سره د کيوبا له حکومت او خلقو سره خپل پېوستون او پرېکنده ملاتړ څرګند کړے دے خو امريکې په تېرو شپږو لسيزو کښې خپل اقتصادي، تجارتي او مالي بنديزونه چې د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتو په منشور کښې د درج شويو ژمنو په خلاف دي لګولي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت دغې ډېپلومېټې زياته کړه، داسې اقدامات د کيوبا په خلقو په تېره بيا په ښځواو ماشومانو باندې د رنځ او سختۍ له مسلط کولو نه بغېر څه مقصد نه لري.
مېرمن ارشادي د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په وروستيو څلورو لسيزو کښې د امريکې غېر قانوني بنديزونه تجربه کړي دي،دا خبره څرګنده کړه چې د کورونا وائرسو د خپرېدو په سختو حالاتو کښې دغو بنديزونو حتی د درملو او طبي سامانونو واردات هم په نښه کړي دي او امريکې حتی د امنيت د شورا د پرېکړليکونو له مخې د خپلو ژمنو د اجرا په اپوټه د هېوادونو په خلاف يو اړخيز اقدامات په نظر کښې نيولي دي.
هغې تاکيد وکړ چې امريکه پکار دے بې له څه ځنډه په بشپړه توګه په نړيوال ژمنو عمل وکړي او ټول يو اړخيز قهرجن اقدامات دې اودروي.
د اېرنا د رپوټ له مخې د ملګرو ملتو غړيو په پرونۍ غونډه کښې په اکثريت رايو سره يو پرېکړ ليک تصويب کړ چې پکښې له امريکې څخه وغوښتل شول چې د کيوبا په خلاف دې خپل بنديزونه ختم کړي خو امريکې او صهيونېسټ رژيم له دغه پرېکړليک سره مخالفت وکړ.