د قطر او آسټریا مشرانوهم د ایران نوي ولسمشر ته مبارکي وئيلي
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریسي ته د نړۍ زیاتره هیوادونو مشرانو دمبارکۍ پیغامونه رالیږلي
فارس خبری اژانس راپور ورکړی ، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني بیګا یو ځل بیا د ایران داسلامی جمهوریت د نوی ټاکل شوي ولسمشر آیت ا... ابراهیم ریئسي سره په ټيلیفوني تماس کې یو ځل بیا دبریالیتوب هیله کړې ده . دواړو لورو د دوو اړخیزو اړیکو او د مناسباتو د پیاوړتیا او پراختیا دلرلید په باب خبرې اترې کړي دي .
تیره اونۍ هم شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ابراهیم ریسي ته دمبارکۍ پیغام رالیږلی ؤ .
همداراز د آسټریا ولسمشر الیګذینډر فانډربلن هم د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ته مبارکۍ دپیغام په لیږلو سره په درستو زمینو کې د دواړو هیوادونو د مناسباتو پر دوام ټينګار کړی دی .
د آسټریا ولسمشر په دغه پیغام کې د دواړو هیوادونو دوستانه اړیکو ته اشاره کړې او وئيلی ئې دي ،هیله مند یوو دغه اړیکې په ر اتلونکي کې لاپیاوړي او پراخې شي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریسي ته د نړۍ زیاتره هیوادونو مشرانو دمبارکۍ پیغامونه رالیږلي ، چې په هغو کې د روسیې ولسمشر ، د چین ولسمشر ، دکیوبا ، پاکستان ، افغانستان ، ونزویلا ،بلاروس، آذربایجان جمهوریت ، شمالی کوریا نیجریه ، الجزایر ولسمشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو پشمول د هیوادونو مشرانو دمبارکي د پیغامونو په لیږدولو سره د دوو اړخیزو او سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د لاښه او غوره رول لوبونې هیلې کړي دي .