د افغانستان شرایط د امریکا د غلطو سیاستونو پایله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102192-د_افغانستان_شرایط_د_امریکا_د_غلطو_سیاستونو_پایله_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فداحسین مالکي ټینګار وکړ د افغانستان اوسني شرایط د امریکا د غلطو سیاستونو پایله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2021 06:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان شرایط د امریکا د غلطو سیاستونو پایله ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فداحسین مالکي ټینګار وکړ د افغانستان اوسني شرایط د امریکا د غلطو سیاستونو پایله ده .

هغه د امریکا د غلطو سیاستونو په دلیل په افغانستان کښې د تاوتریخوالي رامینځته کیدا ته په اشارې سره وویل په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د امریکا غلط سیاستونه سبب شوي دي چې نن سبا په افغانستان کښې  ټول قومونه او لوري د یوبل په مقابل کښې ودریږي .

د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي زیاته کړه امریکا په هغو ژمنو چې د افغانستان په هکله یې په ملګرو ملتونو کښې کړي وې هیڅ وخت عمل ونکړ .

مالکي دغه راز وویل په افغانستان کښې د طالبانو وروستی حرکت په حقیقت کښې داسې امتیاز دی چې امریکا له دغه ډلې سره په خبرو کښې موافقې ته رسیدلي ده .

په افغانستان کښې د طالبانو حملې زیاتې شوي دي او د سولې د خبرو د بهیر په دریدا سره دغه فرصت غواړي ډله نیت لري چې د کابل حکومت د دغه ډلې د بندیانو د خوشي کولو او د اسلامي امارت د جوړولو په شمول د خپلو نامعقولو غوښتنو منلو لپاره تر دباو لاندې ورولي .