له آژانس سره هوکړه یوازې د نړیوالو څارنو په بنیاد شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102228-له_آژانس_سره_هوکړه_یوازې_د_نړیوالو_څارنو_په_بنیاد_شوې_ده
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر بیګا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي مدیر د وروستیو غیرحقوقي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: له آژانس سره د ایران تفاهم یو سیاسي تفاهم دی چې یوازې د نړیوالو څارنو په اساس شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2021 01:06 Asia/Kabul
  • له آژانس سره هوکړه یوازې د نړیوالو څارنو په بنیاد شوې ده

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر بیګا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي مدیر د وروستیو غیرحقوقي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: له آژانس سره د ایران تفاهم یو سیاسي تفاهم دی چې یوازې د نړیوالو څارنو په اساس شوی دی.

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر بیګا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي مدیر د وروستیو غیرحقوقي څرګندونو په غبرګون کښې وویل: له آژانس سره د ایران تفاهم یو سیاسي تفاهم دی چې یوازې د نړیوالو څارنو په اساس شوی دی.

کاظم غریب آبادي د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس او د هغه د عمومي منشي رافائل ګروسي د زیاته غوښتنو په هکله څرګنده کړه چې ایران په درې میاشتني اعتبار سره د فني تفاهم له لغو کیدو وروسته د ښه نیت له مخې د یوې بلې میاشتې لپاره هم ډیټا ریکارډ کوي او ساتي یې.

غریب آبادي د دواړو لورو ترمینځ د فني هوکړې او په دې لړ کښې د ایران د ځواب نه ورکولو په هکله وویل: آژانس د یو ایکسپایر شوي ګډ تفاهم او د ډیټا د ثبتیدو په کله د رپورټ د وړاندې کولو هیڅ ډول دنده نه لرلې او نه یې لري.

هغه د آژانس د څارنې په ژمنو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: ایران له برجام (ایټمي موافقې) د وتلو ژمنو په اجرا پابند نه دی.

په ویانا کښې د نړیوالو سازمانونو لپاره د ایران استازي او سفیر هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران نه بلکې دا امریکا ده چې باید ایټمي موافقې ته راستنه شي، څرګنده کړه: دا څرګندونې له سیاسي پیغامونو سره مل دي خو ایران هم بیابیا ویلي دي چې ترڅو یې غوښتنې پوره نه شي، هیڅ موافقه به ونه شي.

یاده دې وي چې رافائل ګروسي پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلي وو چې تهران لاهم د دواړو لورو ترمینځ د ګډې تخنیکې هوکړې د تمدید په لړ کښې ځواب نه دی ورکړی.