ایران کښې د کرونا پنځمه څپه راپورته شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102238-ایران_کښې_د_کرونا_پنځمه_څپه_راپورته_شوه
ډاکټر طبرسي زیاته کړه: نن سبا د روسیې او اروپايي هیوادونو په شان د نړۍ په زیاترو هیوادونو کښې غالب وایرس هم دا هندي وایرس دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2021 02:57 Asia/Kabul
  • ایران کښې د کرونا پنځمه څپه راپورته شوه

ډاکټر طبرسي زیاته کړه: نن سبا د روسیې او اروپايي هیوادونو په شان د نړۍ په زیاترو هیوادونو کښې غالب وایرس هم دا هندي وایرس دی.

د تهران د مسیح دانشوري پوهنتون د عفوني برخې مشر په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د کرونا پنځمه څپه پيل شوې ده، وویل: د کرونا نوی موندل شوی وایرس هندي ډلټا وایرس دی.

پیام طبرسي وویل: د کرونا پنځمه څپه راپورته شوې ده او دا هندي ډلټا وایرس ډیر په تیزۍ سره له یو نه بل کس ته منتقلیږي او هر ناروغه کس له ۸ نه تر ۱۲ کسان په دغه وایرس ککړولی شي.

هغه هیله وښودله چې د کرونا دا څپه هم د تیرو څپو په شان ډیر شدت ونه لري خو که په وړاندې یې احتیاط او تابیاوې غوره نه شي نو د ناروغۍ له یوې سختې څپې سره به مخامخ شو.

ډاکټر طبرسي زیاته کړه: نن سبا د روسیې او اروپايي هیوادونو په شان د نړۍ په زیاترو هیوادونو کښې غالب وایرس هم دا هندي وایرس دی.