د امریکا یواړخیز پالنه درستې نړۍ لپاره چیلنچ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102260-د_امریکا_یواړخیز_پالنه_درستې_نړۍ_لپاره_چیلنچ
د امریکا اوسنې حکومت د امریکا د پخوانی حکومت د اقداماتو شریک دی . روښانه ده چی د امریکا د سیاست اړخ په ټولو هیوادونو د یوه هیواد د لیدتوګو تپل دي چی خطرناک بدعت او د بشری ټولنې د برخلیک په تاوان دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2021 11:17 Asia/Kabul
  • د امریکا یواړخیز پالنه درستې نړۍ لپاره چیلنچ

د امریکا اوسنې حکومت د امریکا د پخوانی حکومت د اقداماتو شریک دی . روښانه ده چی د امریکا د سیاست اړخ په ټولو هیوادونو د یوه هیواد د لیدتوګو تپل دي چی خطرناک بدعت او د بشری ټولنې د برخلیک په تاوان دی .

 

له یواړخیز پالنې لپاره مقابله نن په یوې نړیوالې اړتیا بدله شوی ده . ځکه چی یواړخیز پالنه یوازې یو یا څو هیوادونه نه ګواښی بلکې درستې نړۍ لپاره یو چیلنج دې .

دغه موضوع په جینوا کې دایران د دایمی استازی او سفیر په ویناو کې مطرح شوه .

اسماعیل بقایی هامانه د دغې موضوع د اهمیت په بیانولو او د پراختیایی هیوادونو پرضد د امریکا په بایکاټونو د نیوکې په ترڅ کې وویل د دې وخت رارسیدلی دی چی نړیوالې بشر دوستانه ادارې د بشردوستانه فعالیتونو لپاره د یواړخیزه بایکاټونو د منفی پایلو خبره وکړی او د داسې خلاف ورزیو پرضد د بشر دوستانه فضا د ساتلو لپاره  د اغیزمنو لارو چارو د رامینځته کولو په لړ کې اقدام وکړی .

په دغه موضوع کې دوې مسلې مهمې دي .

لومړی مسله ، دا یواړخیزه پالنې تاوانی پایلی دي چی په نړیوالو اړیکو کې د درستو هیوادونو راتلونکی او برخلیک ته متوجه دي .

دوهمه مسله هغه رول دې چی د ملګروملتو درست غړی هیوادونه باید له یواړخیز پالنې سره  د مقابلې په بحث کې ولوبوی چی یو نړیوال مسولیت دې .

امریکا په یواړخیز پالنې سره د نړیوالو حقوقو سخته خلاف ورزۍ کړی ده او په ظالمانه بایکاټونو ، اقتصادی ، رسندویی  ، کلتوری  جنګ او پراخو روانی عملیاتو سره د نړۍ درستو حقوقو ته تاوان رسولې دې . دغه اقدامات د نړیوالې ټولنې د ارادې د کمزورتیا او بی قانونی توب د خپریدا سبب شوی دی .

د امریکاډیر غوښتنې چی د یواړخیز پالنې نیغ په نیغه نتیجه ده ، همداراز په نړیوالو اړیکو واکمن اصول او اړیکی له ستونزې سره مخامخ کړی دی . د امریکا حکومت چی  د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کونکی ده ، له نورو هیوادونو غواړی خپلو نړیوالو ژمنو ته پایبنده ووسی  . د امریکا یواړخیز پالنه یو پراخ ګواښ دی چی په نړیوال ډګر کې باید وغندل شی . د ایټمی موافقې په نسبت د امریکا بدلوظۍ او یواړخیزه پالنه د داسې کړنو یوازې یوه بیلګه ده .

د امریکا اوسنې حکومت د امریکا د پخوانی حکومت د اقداماتو شریک دی . روښانه ده چی د امریکا د سیاست اړخ په ټولو هیوادونو د یوه هیواد د لیدتوګو تپل دي  چی خطرناک بدعت او د بشری ټولنې د برخلیک په تاوان دی .

د اروپا د بهرنی سیاست مسول جوزپ بورل  د څو اړخیز پالنې نیوالې ورّځې په مناسبت په خپل وروستی پیغام کې د ټرمپ په وخت کې د امریکا په یواړخیزه سیاستونو په نیوکې سره جوته کړه څواړخیز پالنه  له داسې ګواښ سره د مقابلې یوازنۍ اغیزمنه لاره ده  چی هغې په وړاندې هیڅ هیواد په یوازې سره عمل نشی کولې .

په عین حال کی د امریکا د یواړخیز پالنې په وړاندې د نړیوالې ټولنې په انفعال زیاتې نیوکې کیږی .

بی شکه په هر دلیل د یواړخیزپالنې په وړاندی چوپتیا له نړیوالو ګټو سره په تضاد او د نړیوالو تړونونو او ژمنو خلاف ورزۍ  ده او په نړیواله ټولنه کې به په پایداره رویې د دغو اقداماتو د بدلیدا زمینه برابره کړی .

په همدې دلیل د امریکا دډیر غوښتونکی سیاستونو په نسبت ځنډ او بی پامی به په ټولو زمینو کې د نړۍ لپاره درنده بیه ولری . تجروبې ښودلی ده چی د امریکا د لاس وهونکیو سیاستونو تایید او ورسره غږملتیا د سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې په ګټه نده  .