د امریکا یواړخیز پالنه درستې نړۍ لپاره چیلنچ
د امریکا اوسنې حکومت د امریکا د پخوانی حکومت د اقداماتو شریک دی . روښانه ده چی د امریکا د سیاست اړخ په ټولو هیوادونو د یوه هیواد د لیدتوګو تپل دي چی خطرناک بدعت او د بشری ټولنې د برخلیک په تاوان دی .
له یواړخیز پالنې لپاره مقابله نن په یوې نړیوالې اړتیا بدله شوی ده . ځکه چی یواړخیز پالنه یوازې یو یا څو هیوادونه نه ګواښی بلکې درستې نړۍ لپاره یو چیلنج دې .
دغه موضوع په جینوا کې دایران د دایمی استازی او سفیر په ویناو کې مطرح شوه .
اسماعیل بقایی هامانه د دغې موضوع د اهمیت په بیانولو او د پراختیایی هیوادونو پرضد د امریکا په بایکاټونو د نیوکې په ترڅ کې وویل د دې وخت رارسیدلی دی چی نړیوالې بشر دوستانه ادارې د بشردوستانه فعالیتونو لپاره د یواړخیزه بایکاټونو د منفی پایلو خبره وکړی او د داسې خلاف ورزیو پرضد د بشر دوستانه فضا د ساتلو لپاره د اغیزمنو لارو چارو د رامینځته کولو په لړ کې اقدام وکړی .
په دغه موضوع کې دوې مسلې مهمې دي .
لومړی مسله ، دا یواړخیزه پالنې تاوانی پایلی دي چی په نړیوالو اړیکو کې د درستو هیوادونو راتلونکی او برخلیک ته متوجه دي .
دوهمه مسله هغه رول دې چی د ملګروملتو درست غړی هیوادونه باید له یواړخیز پالنې سره د مقابلې په بحث کې ولوبوی چی یو نړیوال مسولیت دې .
امریکا په یواړخیز پالنې سره د نړیوالو حقوقو سخته خلاف ورزۍ کړی ده او په ظالمانه بایکاټونو ، اقتصادی ، رسندویی ، کلتوری جنګ او پراخو روانی عملیاتو سره د نړۍ درستو حقوقو ته تاوان رسولې دې . دغه اقدامات د نړیوالې ټولنې د ارادې د کمزورتیا او بی قانونی توب د خپریدا سبب شوی دی .
د امریکاډیر غوښتنې چی د یواړخیز پالنې نیغ په نیغه نتیجه ده ، همداراز په نړیوالو اړیکو واکمن اصول او اړیکی له ستونزې سره مخامخ کړی دی . د امریکا حکومت چی د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ کونکی ده ، له نورو هیوادونو غواړی خپلو نړیوالو ژمنو ته پایبنده ووسی . د امریکا یواړخیز پالنه یو پراخ ګواښ دی چی په نړیوال ډګر کې باید وغندل شی . د ایټمی موافقې په نسبت د امریکا بدلوظۍ او یواړخیزه پالنه د داسې کړنو یوازې یوه بیلګه ده .
د امریکا اوسنې حکومت د امریکا د پخوانی حکومت د اقداماتو شریک دی . روښانه ده چی د امریکا د سیاست اړخ په ټولو هیوادونو د یوه هیواد د لیدتوګو تپل دي چی خطرناک بدعت او د بشری ټولنې د برخلیک په تاوان دی .
د اروپا د بهرنی سیاست مسول جوزپ بورل د څو اړخیز پالنې نیوالې ورّځې په مناسبت په خپل وروستی پیغام کې د ټرمپ په وخت کې د امریکا په یواړخیزه سیاستونو په نیوکې سره جوته کړه څواړخیز پالنه له داسې ګواښ سره د مقابلې یوازنۍ اغیزمنه لاره ده چی هغې په وړاندې هیڅ هیواد په یوازې سره عمل نشی کولې .
په عین حال کی د امریکا د یواړخیز پالنې په وړاندې د نړیوالې ټولنې په انفعال زیاتې نیوکې کیږی .
بی شکه په هر دلیل د یواړخیزپالنې په وړاندی چوپتیا له نړیوالو ګټو سره په تضاد او د نړیوالو تړونونو او ژمنو خلاف ورزۍ ده او په نړیواله ټولنه کې به په پایداره رویې د دغو اقداماتو د بدلیدا زمینه برابره کړی .
په همدې دلیل د امریکا دډیر غوښتونکی سیاستونو په نسبت ځنډ او بی پامی به په ټولو زمینو کې د نړۍ لپاره درنده بیه ولری . تجروبې ښودلی ده چی د امریکا د لاس وهونکیو سیاستونو تایید او ورسره غږملتیا د سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې په ګټه نده .