عراقچی:د برجام د مقابل لورو د فیصلې کولو وخت دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102264-عراقچی_د_برجام_د_مقابل_لورو_د_فیصلې_کولو_وخت_دې
عراقچی د ویانا خبرو د نتیجو په اړه زیاته کړه تراوسه د خبرو اترو ۶ پړاونه ترسره شوی دی او تقریبا وروستیو مرحلو ته نږدې شوی یو ، یو شمیر مسلې پاتې دي چی هغو په اړه په کافی اندازه خبرې شوی دي او د هیوادونو د فیصلې کولو وخت رارسیدلې دې .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 28, 2021 00:46 Asia/Kabul
  • عراقچی:د برجام د مقابل لورو د فیصلې کولو وخت دې

عراقچی د ویانا خبرو د نتیجو په اړه زیاته کړه تراوسه د خبرو اترو ۶ پړاونه ترسره شوی دی او تقریبا وروستیو مرحلو ته نږدې شوی یو ، یو شمیر مسلې پاتې دي چی هغو په اړه په کافی اندازه خبرې شوی دي او د هیوادونو د فیصلې کولو وخت رارسیدلې دې .

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د خارجه وزیر مرستیال سید عباس عراقچی د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن له غړیو سره خپلې غونډې ته په اشارې سره وویل د ویانا خبرو اترو د وروستی وضعیت په اړه د کمیشن له استازیو سره سلاومشوره وشوه .

عراقچی د ویانا خبرو د نتیجو په اړه زیاته کړه تراوسه د خبرو اترو ۶ پړاونه ترسره شوی دی او تقریبا وروستیو مرحلو ته نږدې شوی یو ، یو شمیر مسلې پاتې دي چی هغو په اړه په کافی اندازه خبرې شوی دي او د هیوادونو د فیصلې کولو وخت رارسیدلې دې .

د عراقچی په وینا ایران مخکې خپلې سختې فیصلې کړي دي ، کله چی امریکا له ایټمی موافقې ووتله په برجام کی پاتې شو  ، دا د ایران سخته او ستره فیصله وه چی د برجام د ساتلو سبب شوی ده .

د یاران د خارجه وزیر مرستیال ټینګار وکړ حاضر دمه د مقابلو لورو وار دې  او هغو خبرو اترو ته په پام سره چی درلودلی مو دي باید فیصله وکړی او د برجام د بیا احیا په اړه ډلبندۍ ته ورسی تر څو موافقه وشی .