عراقچی:د برجام د مقابل لورو د فیصلې کولو وخت دې
عراقچی د ویانا خبرو د نتیجو په اړه زیاته کړه تراوسه د خبرو اترو ۶ پړاونه ترسره شوی دی او تقریبا وروستیو مرحلو ته نږدې شوی یو ، یو شمیر مسلې پاتې دي چی هغو په اړه په کافی اندازه خبرې شوی دي او د هیوادونو د فیصلې کولو وخت رارسیدلې دې .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د خارجه وزیر مرستیال سید عباس عراقچی د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن له غړیو سره خپلې غونډې ته په اشارې سره وویل د ویانا خبرو اترو د وروستی وضعیت په اړه د کمیشن له استازیو سره سلاومشوره وشوه .
عراقچی د ویانا خبرو د نتیجو په اړه زیاته کړه تراوسه د خبرو اترو ۶ پړاونه ترسره شوی دی او تقریبا وروستیو مرحلو ته نږدې شوی یو ، یو شمیر مسلې پاتې دي چی هغو په اړه په کافی اندازه خبرې شوی دي او د هیوادونو د فیصلې کولو وخت رارسیدلې دې .
د عراقچی په وینا ایران مخکې خپلې سختې فیصلې کړي دي ، کله چی امریکا له ایټمی موافقې ووتله په برجام کی پاتې شو ، دا د ایران سخته او ستره فیصله وه چی د برجام د ساتلو سبب شوی ده .
د یاران د خارجه وزیر مرستیال ټینګار وکړ حاضر دمه د مقابلو لورو وار دې او هغو خبرو اترو ته په پام سره چی درلودلی مو دي باید فیصله وکړی او د برجام د بیا احیا په اړه ډلبندۍ ته ورسی تر څو موافقه وشی .