په تهران کې د چنګاښ د اووم تاریخ د ترهګریز برید کلیزه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102280-په_تهران_کې_د_چنګاښ_د_اووم_تاریخ_د_ترهګریز_برید_کلیزه
نن دوشنبه د چنګاښ اووم تاریخ دی چي د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې له ۲۸ نیټې او په تهران کې د اسلامي جمهوریت د ګوند په دفتر کې د ترهګریز برید له یو څلوېښتم کلیزي سره سمون خوري.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 28, 2021 07:22 Asia/Kabul
  • په تهران کې د چنګاښ د اووم تاریخ د ترهګریز برید کلیزه

نن دوشنبه د چنګاښ اووم تاریخ دی چي د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې له ۲۸ نیټې او په تهران کې د اسلامي جمهوریت د ګوند په دفتر کې د ترهګریز برید له یو څلوېښتم کلیزي سره سمون خوري.

د ۱۳۶۰ لمریز کال د چنګاښ په اوومه نیټه کې په تهران کې د اسلامي جمهوریت په غونډه کې د یوې ترهګریزې چاودنې د امله د هیواد قاضی القضات ایت الله محمد حسینی بهشتی د ایران د ۷۲ تنو سیاسي او مذهبي مشرانو په ګډون د منافقینو د ترهګري ډلي له لوري په شهادت ورسېدل.

د چنګاښ د اوومي نېټې ترهګریز عملیات، د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب وروسته د منافقینو د ترهګري ډلي له ناوړو کارونو یوه بېلګه ده چي د تهران په ابوذر جومات کې د اسلامي انقلاب په معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای باندې تر برید یوه ورځ وروسته پیښه شوه.

د۱۹۸۱ او ۱۹۸۷ کلونو د جون په میاشته کې د امریکې په ملاتړ په ایران کې زیاتي ترهګریزې پیښې وشوې چي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سپارښتنې سره د امریکایي بشري حقونو د رسوایی د اوونۍ په توګه ونومول شوه.

په ایران باندې د بعث رژیم له لوري د کیمیاوي بریدونو څخه ملاتړ، د ایران په مسافر وړونکې تیارې د جنګي بېړې توغندیز برید چي له امله یې ۲۹۰ کسان په شهادت ورسېدل د ایران په وړاندې د امریکې د غیرانساني اقداماتو بیلګي دي.

اوس هم امریکا او اروپایي هیوادونه د منافقینو له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.