په تهران کې د چنګاښ د اووم تاریخ د ترهګریز برید کلیزه
نن دوشنبه د چنګاښ اووم تاریخ دی چي د ۲۰۲۱ کال د جون د میاشتې له ۲۸ نیټې او په تهران کې د اسلامي جمهوریت د ګوند په دفتر کې د ترهګریز برید له یو څلوېښتم کلیزي سره سمون خوري.
د ۱۳۶۰ لمریز کال د چنګاښ په اوومه نیټه کې په تهران کې د اسلامي جمهوریت په غونډه کې د یوې ترهګریزې چاودنې د امله د هیواد قاضی القضات ایت الله محمد حسینی بهشتی د ایران د ۷۲ تنو سیاسي او مذهبي مشرانو په ګډون د منافقینو د ترهګري ډلي له لوري په شهادت ورسېدل.
د چنګاښ د اوومي نېټې ترهګریز عملیات، د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب وروسته د منافقینو د ترهګري ډلي له ناوړو کارونو یوه بېلګه ده چي د تهران په ابوذر جومات کې د اسلامي انقلاب په معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای باندې تر برید یوه ورځ وروسته پیښه شوه.
د۱۹۸۱ او ۱۹۸۷ کلونو د جون په میاشته کې د امریکې په ملاتړ په ایران کې زیاتي ترهګریزې پیښې وشوې چي د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سپارښتنې سره د امریکایي بشري حقونو د رسوایی د اوونۍ په توګه ونومول شوه.
په ایران باندې د بعث رژیم له لوري د کیمیاوي بریدونو څخه ملاتړ، د ایران په مسافر وړونکې تیارې د جنګي بېړې توغندیز برید چي له امله یې ۲۹۰ کسان په شهادت ورسېدل د ایران په وړاندې د امریکې د غیرانساني اقداماتو بیلګي دي.
اوس هم امریکا او اروپایي هیوادونه د منافقینو له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.