اروپایي هیوادونه په بې شرمۍ سره د بشري حقونو ادعا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102298-اروپایي_هیوادونه_په_بې_شرمۍ_سره_د_بشري_حقونو_ادعا_کوي
هغه ترهګر او قاتلین چي په ایران کې د ترهګرو بریدونو په تر سره کولو اعتراف کړي په لوېدیځو هیوادونو کې ژوند او ازاده تګ او راتګ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2021 11:49 Asia/Kabul
  • اروپایي هیوادونه په بې شرمۍ سره د بشري حقونو ادعا کوي

هغه ترهګر او قاتلین چي په ایران کې د ترهګرو بریدونو په تر سره کولو اعتراف کړي په لوېدیځو هیوادونو کې ژوند او ازاده تګ او راتګ کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د ایران د قضایي قوې له چارواکو سره د دوشنبې ورځې په لیدنه کې د دې په بیانولو سره چي د چنګښي د اوومي نیټې د جنایت عاملینو د ۷۲ وتلي شخصیتونو په وژلو سره د ایران د ولس په حق کې ستره جفا کړې، وویل: هغه قاتلین چي په خپلو جنایتونو اعتراف کړي نن سبا د بشري حقونو په ادعا کوونکو هیوادونو کې اوسي او په ازاده تګ او راتګ کوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: فرانسه او نور اروپایي هیوادونه په داسي حال کې چي د بشري حقونو د ساتنې ادعا کوي په ولسي جرګو کې ترهګرو ته د تریبیون په ورکولو او له هغوی څخه په ملاتړ سره نه شرمیږي.

د ایت الله دکتر بهشتي او د هغوی د ملګرو د شهادت په کلیزه کې د قضایي قوې د اوونۍ په مناسبت د دې قوې چارواکو د اسلامي انقلاب له رهبر سره ولیدل.

د ۱۹۸۱ میلادي کال د جون د میاشتي په ۲۸ کې د ایران د اسلامي جمهوری قاضی القضات او ورسره ۷۲ تن وتلي څېرې د منافقینو له لوري په بمي چاودنه کې په شهادت ورسېدل.