په ایران کې په کرونانور ۱۴۲ککړ کسان قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102352-په_ایران_کې_په_کرونانور_۱۴۲ککړ_کسان_قرباني_شول
تر دې دمه په ایران کې  کابو شپږ میلیون کسانو کرونا ضد واکسن پچکاري کړي او دغه  بهیر هماغه راز دوام لري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 29, 2021 15:22 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونانور ۱۴۲ککړ کسان قرباني شول

تر دې دمه په ایران کې  کابو شپږ میلیون کسانو کرونا ضد واکسن پچکاري کړي او دغه  بهیر هماغه راز دوام لري .

 

ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ، د ایران د روغتیائي چارو وزارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، په تیر شواروز کې  په ایران کې دی وسل دوه څلویښت په کرونا ککړ کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې  دکرونائي قربانیانو شمیر   څلور اتیا زره  یو سل اوه ویشت کسانو ته ورسید.

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په هیواد کې په کرونا نور دولس زره اوه سوه اولس ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي  سره په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر درې میلیون اویولک دوه نوي زره اته سوه تنو ته زیات شوی دی او دغه راز  تر دې دمه په درملنې پسې  دوه میلیون  اته لکه دوه شپيته زره  دوه سوه شپیته کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي . 

 په دغې اعلامیې کې همدرااز وئيل شوي دي ،تر دې دمه په ایران کې  کابو شپږ میلیون کسانو کرونا ضد واکسن پچکاري کړي او دغه  بهیر هماغه راز دوام لري .