امریکې دي د خپلو جنایاتو ځواب ویونکې ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102546-امریکې_دي_د_خپلو_جنایاتو_ځواب_ویونکې_ووسي
د ایران د بشري حقونو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ، امریکا باید د نړیوالو حقونو په ډګر کې د بشریت په ضد د جنایتونو د امله سزا وویني او د خپلو جنایاتو ځواب ویونکې ووسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2021 07:51 Asia/Kabul
  • امریکې دي د خپلو جنایاتو ځواب ویونکې ووسي

د ایران د بشري حقونو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ، امریکا باید د نړیوالو حقونو په ډګر کې د بشریت په ضد د جنایتونو د امله سزا وویني او د خپلو جنایاتو ځواب ویونکې ووسي.

د ایران د بشري جقونو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال سید مجید تفرشي د رهبری د ستر مقام له نظره د امریکایي حقوق بشر په دریم نړیوال کنفرانس کې د امریکې له لوري په ولسونو د بندیز لګولو او په ټرور کې له قدرت څخه د ناوړه استفادې په غندلو سره، وویل: د ټرورونو په مساله کې د امریکې حقوق بشر یوازې د ایران په سرحدونو محدود نه دي پاته شوي.

تفرشي زیاته کړه: افغانستان یوه ژوندۍ بېلګه ده، هغه جنایات چي د لومړنیو څېړنو په موخه نړیوالي محکمې ته وړاندې شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال وویل: نن ۱۳ زره امریکایي فوځیان د نړیوالي محکمې له ویري څخه له افغانستان څخه د تیښتي په حال کې دي.

د تفرشی په وېنا په افغانستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ۳۲ زره زیات ملکي وګړي قتل شوي دي.

هغه د فلسطین مسالې ته په اشارې سره زیاته کړه چي د صهیونیستي رژیم جنایات هم د امریکې د ملاتړ پرته نه شي تر سره کېدای.

د ایران د بشري حقونو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال د امریکې د مخکني ولسمشر ټرامپ له لوري د اسرائیل د نیواکګر رژیم د پلازمیني په توګه د بیت المقدس په رسیمت پېژندنې ته په اشارې سره وویل: دغه اقدام د نړیوالي ټولنې د غوښتنو او پرېکړه لیکونو په خلاف تر سره شوی دی.

هغه همدارنګه د ناکازاکي او هیروشیما ایټمي بمبارۍ، د ویټنام وژلې، د عراق، سوریې او یمن جګړې، له کډوالو سره تاوتریخجن چلند، په کوبا د بندیزونو دوام او د سردار قاسم سلیمانی ټرور د امریکې له حقوق بشر بیلګي وبللې.