مهم د بندیزونو تر ختمیدا پورې د اټومي خبرو اترو دوام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102748-مهم_د_بندیزونو_تر_ختمیدا_پورې_د_اټومي_خبرو_اترو_دوام_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي ټینګار وکړ مهم د بایکاټونو تر ختمیدا پورې خبرو اترو ته دوام ورکول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2021 06:59 Asia/Kabul
  • مهم د بندیزونو تر ختمیدا پورې د اټومي خبرو اترو دوام دی

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي ټینګار وکړ مهم د بایکاټونو تر ختمیدا پورې خبرو اترو ته دوام ورکول دي .

هغه نن په ویانا کښې د اټومي خبرو اترو د وروستي حالت په هکله وویل په اسټریا کښې اصلي بحثونه شوي او همدا اوس د فیصلې د ترسره کولو پړاو دی .

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي وویل دغه فیصلې باید هم په ایران او هم په امریکا کښې ترسره شي .

هغه وویل هغه وخت چې هم ایران او هم  مقابل لوري فیصله وکړي د خبرو اترو یو(۱) بل پړاو هم باید ترسره او نهايي شي .

محمود واعظي وویل مهم د خبرواترو اصل دی چې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره له موافقې لا مهم دی .

په ویانا کښې د خبرو اترو له شپږو(۶) کوټلیو او پرله پسې خبرو اترو وروسته اټومي خبرې اخري پړاو ته نږدې شوي دي .