د ایران په سرحدونو کښې سخت کرونايي محدودیتونه لګیدلې دي
د ایران د کرونا د مدیریت د ملي کمیټې د امنیتي، اجتماعي او انتظامي برخې منشي وویل چې د ایران په پولو کښې ډیر سخت کرونايي محدودیتونه لګول شوي دي.
د ایران د کرونا د مدیریت د ملي کمیټې د امنیتي، اجتماعي او انتظامي برخې منشي وویل چې د ایران په پولو کښې ډیر سخت کرونايي محدودیتونه لګول شوي دي.
حسین قاسمي چې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د سرحدي چارو لوې مدیر هم دی، پرون وویل: د ایران په ټولو پولو او سرحدي لارو کښې د کرونا د مخنیوي په لړ کښې سخت محدودیتونه اجرا کیږي.
هغه زیاته کړه: له مجازو سرحدي لارو څخه تیریدل چې په پاسپورټ سره ترسره کیږي، یوازې تر اوو ډلو محدود شوي دي چې که سرحد ته لاړ شي نو د پروټوکولونو په خیال ساتنې سره یې د اوړیدو امکان وي.
قاسمي وویل چې د ایران د روغتیا وزارت هره میاشت د روغتیا د نړیوال سازمان د اعلان له مخې د هغو هیوادونو نومونه اعلانوي چې نیغ په نیغه یا په غیرمستقیمه توګه ورڅخه په راتګ بندیز وي.