د امریکې بندیزونه باید په اغیزناکه توګه لرې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102948-د_امریکې_بندیزونه_باید_په_اغیزناکه_توګه_لرې_شي
خطیب زاده: ترلاسه شویو پرمختګونو ته په پام سره ویلې شو چې د ویانا د مذاکراتو پاې ته نزدې شوي یو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • د امریکې بندیزونه باید په اغیزناکه توګه لرې شي

خطیب زاده: ترلاسه شویو پرمختګونو ته په پام سره ویلې شو چې د ویانا د مذاکراتو پاې ته نزدې شوي یو.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې بندیزونه باید په موثره توګه اوچت کړی شي، وویل: هم د برجام د احیا د موافقې ډیر متنونه تیار شوې دي او هم کومې برخې چې بشپړې شوې نه دي یو معلوم شوی حالت لري چې اختلافات په مشخصه توګه څرګندوي.

سعید خطیب زاده پرون په خبري غونډه کښې وویل: ترلاسه شویو پرمختګونو ته په پام سره ویلې شو چې د ویانا د مذاکراتو پاې ته نزدې شوي یو. ځینې ناحل شوي موضوعات لاهم پاتې دي خو مهمه دا ده چې حل شوي موضوعات ډیر دي.

هغه یادونه وکړه چې ایراني چارواکي په دې خبره یوه خوله دي چې وړومبې باید د امریکې بندیزونه په اغیزناکه توګه ختم شي او دویمه دا چې له ایټمي موافقې وتلې غوښتنې په برجام پورې هیڅ اړه نه لري. بیابیا ویل شوي چې د ایټمي موافقې له بشپړې اجرا کیدو او د دغه کار له ازمایلو سمدستي وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت خم د خپلو ژمنو بشپړه اجرا دوباره پیل کړي.