له قاچاقچيانو سره په نښته کښې د ايران د درې پوليسو شهادت
د ايران د جنوب کرمان صوبې د پوليسو قوماندان پرون مازيګر د نشه ايزو توکو له قاچاقچيانو سره په نښته کښې د دغې صوبې د دريو پوليسو د شهادت خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې سردار عبدالرضا ناظري وويل، په دغه نښته کښې چې پرون مازيګر د دغې صوبې د کهنوج ښار په حسېن آباد سيمه کښې رامنځته شوه درې پوليس ماموران په شهادت ورسېدل.
قوماندان سردار ناظري زياته کړه په دغه نښته کښې د وروستيو شرارتونو او ورانکاريو د بانډ مشر او د ايران د ختيځو او لويديځو صوبو ستر قاچاقچي په کهنوج ښار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د مېړنو او زړۀ ورو پوليسو ځواکونو په لاسو هلاک شو او درې کلاشنکوفونه او ورسره اړوند مهمات او زياته اندازه نشه ايز مواد کشف او ضبط شول.
د ايران اسلامي جمهوريت په نړۍ کښې د نشه ايزو مواد له قاچاق سره د مبارزې په وړاندېنۍ کرښې په توګه په دې لار کښې له دريو زرو زيات شهيدان او له دې زيات زخميان ورکړي.
ملګرو ملتو ايران له نشه ايزو توکو سره د مبارزې بېرغوال بللے دے.