د يمن د انساني محاصرې خاتمه، د اعتماد جوړونې مثبت ګام دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103040-د_يمن_د_انساني_محاصرې_خاتمه_د_اعتماد_جوړونې_مثبت_ګام_دے
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال وويل: د يمن د انساني محاصرې خاتمه، د اعتماد جوړونې مثبت ګام دے
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2021 00:55 Asia/Kabul
  • د يمن د انساني محاصرې خاتمه، د اعتماد جوړونې مثبت ګام دے

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال وويل: د يمن د انساني محاصرې خاتمه، د اعتماد جوړونې مثبت ګام دے

حسېن امير عبداللهيان د يمن په چارو کښې د سوئيډن د استازي پيټر سېمين بي کتنه کښې د ايران او يمن ترمېنځ تاريخي، ديني او کلتوري تعلقاتو ته په اشارې سره وويل: د ايران اسلامي جمهوريت تل له سياسي لارې د دغه هېواد د مسائلو د هواري غوښتونکے ؤ او دے.

هغه په يمن کښې له بحراني حالت سره په مرسته کښې د سوئيډن انساندوستانه هلې ځلې د پام وړ وبللې او زياته يې کړه، هيله ده چې د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر نوے استازے چې يو سوئيډني کس او سفارتي تجربه لري د حقائقو په بنياد او ټولواصيلو يمن لورو ته په کتنې سره خپل ټول کوششونه د انساني محاصرې په ختمولو، ډزبندۍ او سياسي بهير باندې متمرکز کړي.

عبداللهيان د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو په وسله ايز ملاتړ او په يمن کښې د قحطۍ او بحران په زياتېدو نيوکه وکړه.

د يمن په چارو کښې د د سوئيډن استازي پېټر سېمين بي هم په دغه کتنه کښې په سيمه کښې د صلحې او قرارۍ په بهير کښې د ايران د رغانده دريځونو قدرونه وکړه او وې ويل: د يمن د بحران هوارے ګډو او زياتو کوششونو ته ضرورت لري.

هغه زياته کړه، په يمن کښې د ښکېلو ډلو ترمېنځ خبرې اترې او تعامل به په دغه هېواد کښې د صلحې او ثبات سبب وګرځي.