د ایران په ختیځو پولوکې بشپړه امنیت ټینګ دې
ښاغلی موسوی د هیواد له ختیځو پولو په کتنه کې وویل د افغانستان له خلکوسره د ګډو جرړو په دلیل د هغو د سلامتیا ، ارامښت او امنیت سره دلچسپی لرو او د خپل افغانستانی خویندو او وروڼو په وضعیت اندیښمن یو ،
د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان سید عبدالرحیم موسوی ټینګار وکړ په ختیځو پولو کې هیڅ اندیښنه نشته او وسله وال ځواکونه له سترو ګواښونو سره د مقابلې لپاره تل چمتو دي .
ښاغلی موسوی د هیواد له ختیځو پولو په کتنه کې وویل د افغانستان له خلکوسره د ګډو جرړو په دلیل د هغو د سلامتیا ، ارامښت او امنیت سره دلچسپی لرو او د خپل افغانستانی خویندو او وروڼو په وضعیت اندیښمن یو ،
د ایران د پوځ عمومی قوماندان زیاته کړه د ایران وسله وال ځواک کلونه کیږی چی له ستروګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو کړی او که کومه پیښه رامینځته شی ، په قدرت او چټکتیا سره به اواره شی .
امیر موسوی ټینګار وکړ په ختیځو پولو کی هیڅ اندیښنه نشته البته په هیڅ وجه د هغو کسانو له شیطنت چی ممکنه ده د افغانستان له حالاتو په ناوړې استفادې سره کوم کار وکړی ، غافل نه یو .