د دوه اړخیزه تجارت د زیاتولو لپاره د ایران او ازبکستان هڅه
په تیرو کلونو کې ایران او ازبکستان د لارې جوړولو او سپکو صنایعو په زمینه کې رغنده ملګرتیاوې درلودلی دی او د وروستی تړون په لاسلیکولو سره داسې ښکاری د تهران او تاشکند چارواکی هڅه کوی ، په تجارتی برخه کې خپلې دوه اړخیزه ملګرتیاوې پراخې کړی .
ایران او ازبکستان په تجارتی برخه کې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا لپاره خپل هوډ کلک کړی دې .
د یوه ازبک پلاوی په سفر کې د تهران او تاشکندچارواکو د منسوجاتو د اخیستلو په خاطر یو تړون لاسلیک کړی دی . ټاکل شوی ده د ایران تاجران له ازبکستان منسوجات واخلی . په همدې ارتباط د ازبکستان یوه پلاوی ایران ته سفر کړی دی . دغه سفر چی د تهران د صادرونکیو اتحادیې په غونډه کې د ګډون او منسوجاتو د تولیدونکو په خاطر شوی دی ، د تهران او تاشنکند ترمینځ د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو پراختیا وجاجوی .
په تیرو کلونو کې ایران او ازبکستان د لارې جوړولو او سپکو صنایعو په زمینه کې رغنده ملګرتیاوې درلودلی دی او د وروستی تړون په لاسلیکولو سره داسې ښکاری د تهران او تاشکند چارواکی هڅه کوی ، په تجارتی برخه کې خپلې دوه اړخیزه ملګرتیاوې پراخې کړی . له دې مخکې او د ایران او ازبکستان د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو د ګډ کمیشن په غونډو کې دواړه لورو موافقه کړی ده چی په کال کې د تجارتی راکړو ورکړو اندازه یو میلیارډ ډالرو ته زیاته کړی .د دواړو هیوادونو د چارواکو په وینا ټاکل شویو لومړیتوبونو ته په پام سره څرګنده ده چی تهران او تاشکند د متقابلو ملګرتیاو د پراختیا امکان لری . ایران ازبکستان ته تخنیکی پوهه صادرولې شی او له دغه هیواده د منسوجاتو لومړنی مواد وارد کړی .
د تهران او تاشکند د ملګرتیاود پراختیامهمه زمینه دواړو هیوادونو ترمینځ ټرانزیټی ملګرتیا ده . د اسیا په لویدیځه او مرکزی اسیا کې د دواړو هیوادونو سټراټجیک موقعیت ته په پام سره دواړه هیوادونه له ګاونډیانو سره د مطلوبو ملګرتیاو او ټرانسپورټ او اورګاډی د شبکو د سیاستونو په متنوع کولو سره دوه اړخیزه هدفونه پوره کولې شی . په عین حال کې د ایران ، ازبکستان او عمان د درې اړخیزه موافقې په چوکاټ کې تهران او تاشکند له ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیا په پیاوړتیا سره متقابلې غوښتنې بیان او اجرا کولې شی . بې شکه دغه ملګرتیا د لورو لپاره مهمه ده او دواړه هیوادونه د ترکمنستان ، اذربایجان جمهوریت ، ګرجستان په شان ګاونډیو هیوادونو سره ملګرتیا درلودلی شی .
د ستراتیجیکو مطالعاتو د موسسې مشر الدار عارف اف چی مشهور کارپیژاندې هم دې ، وایی د ایران او ازبکستان دوه اړخیزې اړیکی د متقابل احترام په اساس دی او د دواړو هیوادونو ګټې په نظر کې نیسی . د دې په ترڅ کې چی د ایران او ازبکستان د ملتونو ګډولې ډیرې زیاتې دي او دواړه لوری په دغو مشترکاتو په تکیې سره دوه اړخیزه ملګرتیاوې د نظر وړ اندازې پورې پیاوړی کولې شی .
حاضر دمه په ازبکستان کې د ایرانی پانګوالو په پانګې سره ۲۷۲ شرکتونه فعالیت لری او د ۲۰۲۰ میلادی کال په تیرو اتو میاشتو کې د دواړو هیوادونو د تجارتی مبادلاتو اندازه ۱۵۸ میلیون ډالرو ته ورسید ه . د ایران اسلامی جمهوریت هغه لومړنې هیواد وو چی د ازبکستان خپلواکی یې په رسیمت وپیژنده . ایران او ازبکستان د ۱۹۹۱ میلادی کال د دسمبر له ۲۵ یعنی د خپلواکۍ له اعلانه لږ وروسته په رسمیت وپیژندلې .
په ټول کی باید ووایو چی د متقابلو تجارتی ملګرتیاو د هدفونو د بشپړه تحقق په خاطر کارپیژاندی د دواړو هیوادونو د لجستکی او ټرانسپورټی کرښو د اتصال د بهیر د چټکتیا او د متقابلو ملګرتیاو دزیاتولوپه ضرورت ټینګار لری .