په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103148-په_ايران_کښې_د_کورونا_وروستی_اعدادوشمار_اعلان_شول
د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۱۷۵ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2021 11:28 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار اعلان شول

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۱۷۵ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۱۷۵ نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر ۸۶ زره ۹۶۶  تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۱۵ زره ۱۳۹ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  درې ميلينه  ۵ لکه ۱ زر ۷۹  تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه ۳ ميلينه ۱ لکه ۱۸  زره  ۳۹۸  تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي