افغانستان په تیرو وختونو سترګو پټولو پرته بله لاره نلري
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ټینګار وکړ افغانستان په تیرو وختونو سترګو پټولو او راتلونکي ته له کتنې پرته بله لاره نلري .
د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا د چارو مسول او د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي په ټویټر پیغام کښې وویل افغانستان له خبرو اترو ، تفاهم ، روغې ، جوړې ، زغم ، بخشش ، متقابل درک او په تیرو وختونو سترګو پټولو او راتلونکي ته له کتنې پرته بل هیڅ لاره نلري .
رسول موسوي په خپلې ټویټر پاڼې کښې د یوه (۱) فیلم په خپرولو سره ولیکل نن باید د سولې فرصت ترلاسه کړو نه دا چې سبا چې ناوخته کیږي .
هغه په تیرو ورځو کښې کابل ته په سفر کښې د افغانستان د روغې جوړې د لوړ شورا د مشر عبدالله عبدالله په شمول د دغه هیواد له یوشمیر لوړرتبه چارواکو سره کتنې او خبرې کړي وې .