د ایران د ګمرک ویاند:
د ایران او افغانستان پولې د پنځو ورځو لپاره بندیږي
د ایران د ګمرک (کسټمز) ویاندوي ټینګار وکړ چې د ایران او افغانستان ترمینځ سرحدونه به پنځه ورځې بند پاتې شي.
سید روح الله لطیفي وویل: له نن (دوشنبې) څخه د جمعې ورځې تر پاې پورې به د ایران او افغانستان ګډې پولې تړلې پاتې شي او د شیانو ټرانزټ به ونه شي.
هغه وویل چې دغه رخصتۍ د عرفې د ورځې او د لوې اختر په وجه ورکول کیږي په دې وجه له سوداګرو او اجرايي ګمرکاتو غوښتنه کیږي چې په دې موده کښې د تجارتي جوپو له لیږلو ډډه وکړي.
د ایران د ګمرکاتو ویاند هم داشان یادونه وکړه چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کښې تجارتي فعالیتونه به د راتلونکې اونۍ له شنبې یعنې خالي ورځې نه دوباره پیل شي.
د ویلو ده چې په افغانستان کښې د نښتو له امله د ایران او افغانستان ترمنځ تجارتي فعالیتونه هم اغیزمن شول داشان چې د دوغارون او ماهیرود دوه سرحدونه څه موده بند پاتې شول خو تیره اونۍ وړومبۍ ماهیرود او بیا دوغارون سرحدي لارې خلاصې شوې او د میلک په شمول په درې واړو سرحدونو کښې سوداګري تبادلات تر پرونه جاري وو.