د ایران او افغانستان پولې د پنځو ورځو لپاره بندیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103190-د_ایران_او_افغانستان_پولې_د_پنځو_ورځو_لپاره_بندیږي
د ایران د ګمرک (کسټمز) ویاندوي ټینګار وکړ چې د ایران او افغانستان ترمینځ سرحدونه به پنځه ورځې بند پاتې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 00:35 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان پولې د پنځو ورځو لپاره بندیږي

د ایران د ګمرک (کسټمز) ویاندوي ټینګار وکړ چې د ایران او افغانستان ترمینځ سرحدونه به پنځه ورځې بند پاتې شي.

سید روح الله لطیفي وویل: له نن (دوشنبې) څخه د جمعې ورځې تر پاې پورې به د ایران او افغانستان ګډې پولې تړلې پاتې شي او د شیانو ټرانزټ به ونه شي.

هغه وویل چې دغه رخصتۍ د عرفې د ورځې او د لوې اختر په وجه ورکول کیږي په دې وجه له سوداګرو او اجرايي ګمرکاتو غوښتنه کیږي چې په دې موده کښې د تجارتي جوپو له لیږلو ډډه وکړي.

د ایران د ګمرکاتو ویاند هم داشان یادونه وکړه چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کښې تجارتي فعالیتونه به د راتلونکې اونۍ له شنبې یعنې خالي ورځې نه دوباره پیل شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې د نښتو له امله د ایران او افغانستان ترمنځ تجارتي فعالیتونه هم اغیزمن شول داشان چې د دوغارون او ماهیرود دوه سرحدونه څه موده بند پاتې شول خو تیره اونۍ وړومبۍ ماهیرود او بیا دوغارون سرحدي لارې خلاصې شوې او د میلک په شمول په درې واړو سرحدونو کښې سوداګري تبادلات تر پرونه جاري وو.