مقتدایي: د ایران ټول ایټمي فعالیتونه صلحه ایز دي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال ټینګار وکړ چې د ایران ټول ایټمي پروګرامونه صلحه ایز او پُرامنه دي.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مرستیال ټینګار وکړ چې د ایران ټول ایټمي پروګرامونه صلحه ایز او پُرامنه دي.
عباس مقتدايي د ایران پریس خبریال ته په مرکه کښې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت ټول ایټمي فعالیتونه صلحه ایز دي او په داسې فعالیتونو مشتمل دي چې د ایران د ملي ګټو او د علم او ټیکنالوجۍ د پرمختګ لپاره دي.
هغه د ایران د ایټمي پروګرام او هم داشان د ایران د ګواښ په هکله د صهیونیسټي رژیم د چارواکو د ادعا په غبرګون کښې، په دې خبرې سره چې د قدس نیواکګر رژیم حق نه لري چې د ایران د مسائلو په اړه خبره وکړي، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په هغو خنډونو او ستونزو پوره خبر دی چې هغوي یې لري او د هغوي حیثیت هم ورمعلوم دی.
مقتدايي څرګنده کړه: د اسرائیلو رژیم د غزې له بې وسلو خلکو سره د مقابلې توان نه لري لاپاتې دا چې د ایران د اسلامي جمهوریت په شان د یو پياوړي او قدرتمند هیواد په توګه خبره وکړي.