د ایران او د اماراتو خارجه وزیرانو خبرې وکړې
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت او د متحده عربي اماراتو خارجه وزیرانو پرون ټیلي فوني خبرې وکړې .
د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د متحده عربي اماراتو خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید په ټیلي فون باندې د بیلابیلو موضوګانو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسول جوزف بورل سره هم د افغانستان د بدلونونو او اټومي تړون ته د اړونده موضوګانو په هکله خبرې وکړې .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دغه راز د هندوستان له خارجه وزیر سره هم د افغانستان د حالاتو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله سلامشوره وکړه .
د ایران د باندنیو چارو وزیر دغه راز د کروشیا او د بوسنیا له خارجه وزیرانو سره هم ټیلي فوني خبرې وکړې .
د ایران خارجه وزیر دغه راز پرون د قطر د کویت د عمان د ترکیې د اذربایجان جمهوریت د پاکستان و د جنوبي افریقا له خارجه وزیرانو سره هم ټیلي فوني خبرې وکړې .