د حضرت امام علي نقي ع زوکړه دې مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103460-د_حضرت_امام_علي_نقي_ع_زوکړه_دې_مبارک_وي
زمونږ خبریال وايي نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولاۍ د میاشتې شپږویشتمه(۲۶) او د ۱۴۴۲ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې پینځلمسه (۱۵) نیټه ده چې د اسلام د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د یوه(۱) ګران لمسي او د شیعه مسلمانانو د لسم (۱۰) امام حضرت علي النقي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 25, 2021 23:51 Asia/Kabul
  • د حضرت امام علي نقي ع زوکړه دې مبارک وي

زمونږ خبریال وايي نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولاۍ د میاشتې شپږویشتمه(۲۶) او د ۱۴۴۲ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې پینځلمسه (۱۵) نیټه ده چې د اسلام د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د یوه(۱) ګران لمسي او د شیعه مسلمانانو د لسم (۱۰) امام حضرت علي النقي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري .

حضرت اما علي النقي علیه السلام په دوه سوه دولسم (۲۱۲) هجري قمري کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږیده او د خپل ګران پلار امام جواد علیه السلام  یې لارښونه وکړه او د خپل پلار له رحلته وروسته د اسلامي ټولنې مشرۍ او د امامت چارې پرغاړه واخیستلې .

د حضرت امام علي نقي علیه السلام مشهور لقب «هادي» دی چې معنا یې هدایتونکی دی .

حضرت امام هادي علیه السلام د رښتیوني اسلام د معرفي کولو لپاره ډيره هڅه وکړه او د بیلابیلو عقیدتي ، فکري او د ټولنیزو مسائیلو په هکله د مختلفو غونډو د ترسره کولو سره یې مطرح شویو پوښتنو او شکونو ته ځوابونه ورکړل .

د علم او د ادب ګڼ شمیر لویان د حضرت امام علي النقي علیه السلام ګیر چاپیر راغونډیدل او دهغه حضرت له ستر علم څخه یې ګټه پورته کوله .

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د حضرت امام علي نقي علیه السلام د نیمکرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیه السلام ټولو دوستانو او مینه والو ته مبارکي وايي .