ایران د ډاډ وړ دوست او شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103462-ایران_د_ډاډ_وړ_دوست_او_شریک_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره په کتنې کښې په دې خبرې باندې تینګار سره چې ایران ثابته کړي ده د تکیې وړ او ډاډمن دوست او شریک دی وویل ایران د خپلو ګاونډیو هیوادونو خیرخواه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 00:02 Asia/Kabul
  • ایران د ډاډ وړ دوست او شریک دی

زمونږ خبریال وايي د ایران منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره په کتنې کښې په دې خبرې باندې تینګار سره چې ایران ثابته کړي ده د تکیې وړ او ډاډمن دوست او شریک دی وویل ایران د خپلو ګاونډیو هیوادونو خیرخواه دی .

د ایران ولسمشر په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې د قطر او د ایران دوه (۲) ملتونه دیني وروڼه او د یوبل سیمه ییز شریک دي وویل ایران له قطر سره اړیکو ته ځانګړی پام لري او د ایران د راتلونکي حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب به ګاونډي هیوادونه وي .

د ایران منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د ناامنۍ د رامینځته کیدا جرړه باید په خارج  کښې ولټوو وویل د سیمه ییز ثبات او د پایداره امنیت د تینګیدا حل لاره په سیمه کښې د پردیو هیوادونو د لاسوهنې عملي نفي کول او د متقابل سیاسي اعتماد پراساس د سیمې د هیوادونو ملګرتیا ده .

د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني هم په دغه کتنې کښې د ایران نوي ولسمشر ته د مبارکۍ په ویلو او د قطر د امیر د پیغام په رسولو سره وویل قطر د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د ملګرتیا کولو او د ایران د اسلامي جمهوریت په ملګرتیا سره د سیمې د امنیت د تامینولو هڅه کوي .