د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو د قوماندانانو لیده کاته
په دغه سویه د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو دلوړپوړو چارواکو لیده کاته ، په تیره بیا په لویدیځي آسیا کې د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د اهمیّت ښودنه کوي .
د ایران دا سلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزادي د روسیې په سن پيټرزبرګ بندر کې در وسیې دپوځ دسمندري ځواک له قوماندان ایډمیرل لیومینیوف سره په کتنې کې د سمندري ملګرتیاؤ د پراختیا او پیاوړتیا دلارو چارو په باب بحث او دنظر تبادله کړې ده .
ددفاعي او امنیتی مناسباتو دهراړخیزې پیاوړتیا لپاره د ګډو اقداماتو ضرورت ، ، د ګډو سمندري مانورو ترسره کیدا، دنړۍ په سټراټژيکو سیمو کې دد واړو هیوادونو د سمندري بیړیو د شتون زیاتیدا او له ګډو ګواښونو سره په مقابلې کې د د واړو هیوادونو لازیاته غږملتیا ، د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو د قوماندانانو دخبرواترو اصلي چورلیزونه وو .
دغه لیده کاته ، د روسیې د سمندری بیړیو د تاسیس ددرې سوه پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت په دستورو یعني د روسیې په ستر سمندري پریډ کې د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دسټراټژيک سمندري ځواک د اوه اویا ډلې د بیړئ دشتون په څنډې کې ترسره شوي ده . د ایران دا سلامی جمهوریت د پوځ دسمندری ځواک قوماندان په دغو دستورو کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړ . . د روسیې په دغه سمندري پریډ کې حاضر دسمندري ځواک ترمینځ تر ټولو پیاوړی شتون ، د ایران له اسلامي جمهوریت سره اړونده ؤ چې په دغه ستر پریډ کې ئې د سهند او مکران نومې دوو بیړیو سره شرکت وکړ .
د شناندو او د سټراټژيکو مطالعاتو د فکر د کوټو له نظره په دغه سویه پوځي ملګرتیاوې ، یوه خاصه معنا لري .
د تبیّن سټراټژيک تفکر کوټې داطلاعاتو برخې د ایران د سمندري ځواک دتوانمنیو او ظرفیَتونو په باب په یوه تحلییل کې ، د ایران ،روسیې او چین ګډې پوځي مانورې ترسره کیدا ته په اشارې سره ، چې د ۱۳۹۸لمریزکال د مرغومې د میاشتې په شپږمه نیټه د هند سمندر او عمان سمندر په شمال کې ترسره شوي ، لیکلي دي، دغه ملګرتیا د ؛حقیقت پالې دفاع؛ دنظرئې په اساس تحلیل کیدلی شی . دغه نظره باؤري ده ، په داسې شرائطو کې چې یو هیواد د نورو هیوادونو په ضد دګواښ هڅه کوي ،نو هغه هیوادونه پخپلو کې د خپلو توانمنیو اوظرفیّتو په غږمله کونې سره له دغه شان ګواښونو ته ځواب ورکولی شي او په حقیقت کې له دغه ګواښ سره ، انډول برابرولی شي . په غو ګواښونو کې چې دامریکا له خوا په سیمې کې رامینځةشوي ، د ایران د جغرافیائي پولو په شاوخوا کې دماریکا پراخ پوځي شتون ته اشاره کیدلی شي .
په دغه سویه د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو دلوړپوړو چارواکو لیده کاته ، په تیره بیا په لویدیځي آسیا کې د سټراټژيکو ملګرتیاؤ د اهمیّت ښودنه کوي .
لویدیځي آسیا او فارس خلیج سیمې تل د امریکا لپاره له خاص اهمیّته برخمنې دي . دغه هیواد د ؛آلفرډ ماهن : په څیر دمتفکر د نظر په اساس ، چې لویدیځي آسیا پر ډير زیات اهمیّت باندې ئې ټينګار درلودلی ، له دوهم نړیوال جنګه وروسته تل هڅه کړې ده څو پر دغې سیمې په مختلفو رودو سره خپله سلطه وتپي .
د ایران اسلامی جمهوریت پخپل بهرني سیاست کې د خپلواکه سټراټژيو او اصولو په اساس ، چې پر نړیوال نظام د امریکا له سلطه غواړي خوي سره پرمخالفت ولاړ دي ، له سیمې د امریکا او نورو لویدیځي هیوادونو د زرترزره وتلو په ضرورت ټينګار لري او په کرتو ئې دغه موضوع مطرح کړې ده چې دسیمې امنیت باید د دغې سیمې د هیوادونو په وسیله تامین شي .
دا یران د اسلامی جمهوریت پوځي او امنیتی توانمنئ چې نن سبا په مختلفو اړخونو کې اثبات شوي دي ، د روسیې په حير په هیوادونو کې دغه شان انګیزه رامینځةکړې ده چې په سیمه ایزو ظرفیّتونو باندې په تکیې سره د امنیت او ثبات دساتلو په خاطر دیوه تکیه کونکي شریک په توګه د ایران په اسلامی جمهوریت فکر وکړي .
د ایران سمندري ځواک هم په دغه ظرفیّت جوړونې کې ځانګړی ځای لري . دایران اسلامی جمهوریت له مودو مودو راهسې ، د هرمز دسولې د نوښت ، په څير دپلان په وړاندې ولو سره د فارس خلیج سیمې د امنیت په تامینولو کې له خپلو ګاونډیانو سره ملګرتیا لپاره خپل جمتووالی اعلان کړی دی . دغه سټراټژي چې په څو اړخیز پالنې او ملګرتیا مشتمله ده ، د مهمو اوبلارو د امنیت دساتلو لپاره د ایران ژمنتیا مشخصه کوي . اوس هم د سهند ، مکران چې د په بشپړ ډول دایران دمتخصصانو په لاس جوړې شوي دي پشمول د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دسمندري ځواک دبیړیو ډله، د ایران دا سلامی جمهوریت ددفاعي توانمنیو نندارې ته د وړاندې کولو په خاطر په نړیوالو سمندري اوبو کې شتون لري . دغه قدرتمند شتون په سیمې کې د ډله ایز امنیت په معادلاتو کې د ایران دسټراټژيک رول او ځائيګي ښودنه کوي .