که چیرې کوم ترهګر وي نو په سر کښې اسرائیل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104004-که_چیرې_کوم_ترهګر_وي_نو_په_سر_کښې_اسرائیل_دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ هغه هیوادونه چې داعش ډله یې روزلي ده د ایران پرضد دریځ غوره کوي دا په داسې حال کښې دي که چیرې کوم ترهګر وي نو په سر کښې یې صهیونیسټ رژیم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 10:13 Asia/Kabul
  • که چیرې کوم ترهګر وي نو په سر کښې اسرائیل دی

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ هغه هیوادونه چې داعش ډله یې روزلي ده د ایران پرضد دریځ غوره کوي دا په داسې حال کښې دي که چیرې کوم ترهګر وي نو په سر کښې یې صهیونیسټ رژیم دی .

د ایران د پارلمان مشر قالیباف د اسلامي شورا د ننۍ ښکاره غونډې په څنګ کښې له خبریالانو سره په کتنې کښې د خبریال د ورځې په مناسبت په مبارکۍ ویلو سره د صهیونیسټ رژیم د تیلو په کشتۍ باندې د حملې په هکله وویل له هر ډول ترهګر حرکت او غیر قانوني اقدام سره مخالف یوو .

هغه وویل هغه هیوادونه چې په خپله یې داعش او ترهګرۍ روزلي ده او  حتی ملاتړ یې کړی دی دا ډول کړچار مخ ته بیايي .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف دغه راز وویل مونږ هره ورځ په خبرونو کښې وینو چې په سره سمندر(red sea) کښې د کشتیو د تګ راتګ په لاره کښې کوم ډول مشکلات رامینځته کیږي او زیاته یې کړه مونږ تل قانون او مقرارت تعقیبوو او تل انرژۍ د انتقال او د نړیوالو اوبلارو د امنیت د تامینولو هڅه کوو .