د فلسطین د پیاوړی کیدا سټراټیجۍ باید هیڅکله ونه دریږی
د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی زیاد نخاله او د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه له سردار سلامی سره کتنه او خبرې اترې درلودلی دي .
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان سردار سلامی د فلسطین د مقاومت له لوړ رتبه قوماندانانو سره په کتنه کې پر دې په ټینګار سره چی سرکشه صیهونیسټان یوازې په قدرت سره ارامیدلې شی ، وویل د فلسطین د پیاوړی کیدا سټراټیجۍ باید هیڅکله ونه دریږی .
د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی زیاد نخاله او د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه له سردار سلامی سره کتنه او خبرې اترې درلودلی دي .
پهدغوجلا جلا کتنو کې سردار سلامی په سیف القدس عملیاتو کې د فلسطین د اسلامی مقاومت د ستراتیجۍ او ځلانده بریاو په مبارکی سره وویل په نیواکی فلسطین کې د بدلونونو بهیر ښی هغه تصور چی د سلطې او صیهونیزم سرغنو او استکباری رسندویو رامینځته کړی وو چی صیونیست رژیم نه ماتیدونکې دې او نور د هغه په وړاندې د غبرګون قدرت نلری او اسلامی او عربی هیوادونو لپاره د قدس له نیواکګر رژیم سره له سوله ایز ژوند او سولې پرته بله لاره نده پاتې ، د سیف القدس په عملیاتو سره یو ځلې مات شو او دغې نښتې وښودله چی دا فلسطین دې چی پیاوړې شوې او د جالی صیهونیست رژیم زوال او دړې وړې کیدا حتمی او پریکنده ده .