ایران کښې د ماشومانو د ایټمي طب وړومبنې تخصصي مرکز پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104284-ایران_کښې_د_ماشومانو_د_ایټمي_طب_وړومبنې_تخصصي_مرکز_پرانیستل_شو
د ماشومانو د ایټمي طب یا درملنې وړومبنې سپشلسټ مرکز د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر په شتون سره پرانیستل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 15, 2021 01:34 Asia/Kabul
  • ایران کښې د ماشومانو د ایټمي طب وړومبنې تخصصي مرکز پرانیستل شو

د ماشومانو د ایټمي طب یا درملنې وړومبنې سپشلسټ مرکز د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر په شتون سره پرانیستل شو.

د ماشومانو د ایټمي طب یا درملنې وړومبنې سپشلسټ مرکز د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر په شتون سره پرانیستل شو.

په ایران کښې د ماشومانو د ایټمي طب یا درملنې اولنې فوقِ تخصصي مرکز د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي، د دغې ادارې د یوشمیر مدیرانو او د ماشومانو د طبي مرکز د روغتون د مسئولانو په شتون سره پرون افتتاح شو.

په دغو دستورو کښې علي اکبر صالحي هغو ماشومانو ته په اشارې سره چې  د بیمارۍ له نظره له سختو حالاتو سره مخامخ کیږي، وویل: نن مو د دې مرکز په پرانیستې سره یو ستر او مهم ګام پورته کړ او په دې لاره باید په چټکۍ سره تګ وکړو.

ښاغلي صالحي زیاته کړه: د ایران د ایټمي انرجۍ ادارې هم تر خپله وسه د ایټمي طب په برخه کښې یولړ کارونه ترسره کړې دي.