د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104356-د_ایران_او_څو_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه  :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او څو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

ګرانو لوستونکو  نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو  .

دې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ لیکلي دي افغانستان د امریکا لخوا له شل(۲۰) کاله نیواک وروسته اوس د دړې وړې کیدا په درشل کښې دی او طالبانو یوبل پسې د هیواد ښارونه او پلازمینه کابل نیولي دي او زیاته کړي یې ده چې طالبان ، ناامنۍ او فساد د امریکا د دغه شل (۲۰) کلنۍ نیواکګرۍ سوغات او  تخفې دي .

د وینزویلا حکومت د ټولو ډلو په ګډون سره د عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له مخالفانو سره تفاهم لیک لاسلیک کړ .

صهیونیسټي سرچینو وویل د سعودي عربستان ال سعود رژيم د فلسطین د نیول شویو کسانو پرضد د حکم د صادرولو په هکله له اسرائیلو سره په کامل ډول غږمله و .

په امریکا کښې د کورونا د ډیلټا ویروس په پراخ ډول له خپریدا سره په یووخت ځینې ایالتونو وویل د ملي ګارډ ځواکونه له روغتونونو سره د مرستې لپاره استوي .

د لبنان پوځ د هیواد د پيټرولو پمپونو تیل او پیټرول په مفت ډول په خلکو وویشل او د هغو پیټرول پمپونو چې کاملا په غیر قانوني ډول د خلکو پرمخ تړل شوي وو د پیټرولو د استعمالولو کار یې پیل کړ .

د صهیونیسټ رژیم نامتو کارپيژاندي په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ رژیم پوځ د مقاومت د جبهې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره اساسي لارو چارو ته ضرورت لري اعتراف وکړ د اسرائیلو داخلي جبهه له زرګونو دقیقو توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره مقابلې ته چمتو نه ده .

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په دې خبرې سره چې یمن په دنیا کښې له ترټولو بد انساني کړکیچ سره مخ دی ټینګار وکړ د یمن څه د پاسه یولس (۱۱) میلیونه ماشومان بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري .

د فلسطین مقاومت ډلو پرون صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړ هغه مهلت چې له دولس (۱۲) ورځې جنګ وروسته د غزې د کلابندۍ د ختمولو او د ټاکل شوي سرحدي لارو د  بیرته خلاصولو لپاره ټاکل شوی و اوس پاې ته رسیدلی دی او د دغه اقدام د نه ترسره کیدا په بڼه کښې باید د تاوتریخوالي او د نښتو د زیاتیدا په تمه ووسو .

د ملګروملتونو سترې کمشنرۍ وویل په دنیا کښې څه د پاسه شپږویشت (۲۶) میلیونه کډوال شته چې کابو نیمايي یې له اتلس (۱۸) کلونو کم دي .

د  انګلستان اینډي پینډینټ ورځپاڼې د عراق د حشد الشعبي ځواک د یوې څانګې نجبا غورځنګ د ترکیې پرضد  وروستیو دریځونو ته په  اشارې سره چې دغه هیواد یې هم د امریکا او نیواکګرانو په توګه بللی و ولیکل د انقرې پرضد د نجبا غورځنګ ګواښونه دیوه (۱) مهم بدلون ښودنه کوي او د ترکیې ولسمشر اردوغان هم څه موده مخکې د خبرداري فیلم ترلاسه کړی دی .

()

قدرمنو لوستونکو اوس  به د تهران چاپ جام جم ورځپاڼه وګورو .

()

پرون په ټوله دنیا کښې د کورونا ناروغۍ له کبله څه د پاسه اته زره (۸۰۰۰) کسان ووژل شول .

د  دغه ناروغۍ د پیلیدا له وخت راهسې تراوسه په دغه ویروس باندې په ټوله دنیا کښې دوه سوه اوه (۲۰۷) میلیونه او نهه لکه پینځه نوي زره او درې سوه اته اتیا کسان ککړ شوي .

کابل نسکور شو او طالبان نه یوازې دغه ښار ته ننوتل بلکې د ولسمشرۍ ماڼۍ یې هم ونیوله .

ګارډین ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي دي چې په افغانستان کښې د کابل شل (۲۰) کلن مقاومت په یوه (۱) شپه له مینځه لاړ او طالبانو پلازمینه ونیوله .

په سیډني کښې د کورونا د ډیلټا ویروس له کبله د یوه (۱) پینځلس (۱۵) کلن  خلک په شمول د نورو اوو (۷)کسانو په مړ کیدا سره په تیرو څلرویشتو (۲۴)ساعتونو کښې د کورونا ویروس د خپریدا له وخت راهسې د اسټرالیا د دغه ستر ښار لپاره تر ټولو مرګوني ورځ ثبت شوي ده .

د اسټرالیا په ساوت ویلز ایالت کښې د روغتیا وزارت وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په دغه ولایت کښې د کرونا په ډیلټا ویروس څلور سوه اته اویا (۴۰۷) کسان ککړ شوي دي .

په عراق کښې د ایران سفیر ایرج مسجدي هیله وکړه چې د سعودي عربستان او د ایران د سفارتونو د بیرته خلاصیدا په هکله د دواړو هیوادونو خبرې مثبتې نتیجې ته ورسیږي .

له کابل څخه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د ډيپلوماټانو په تښتیدا سره طالبانو وویل جنګ پای ته رسیدلی دی .

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وویل د افغانستان د نوي حکومت ډول ډول والی او شکل زر معلومیږي .

خوږو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو  .

()

د سند په نوم د موسسې په شمول د بشري حقوقو موسسو په سعودي عربستان کښې د نورو ډيرو خلکو نیول کیدا ته په اشارې سره وویل د عادلانه  قضايي ادارې نشتون او د شفافیت نشتوالي په دغه هیواد کښې د بشري حقوقو حالت کمزوری کړی دی .

د امریکا د کورني امنیت وزارت خبرداری ورکړ له کورونا ساري ناروغۍ سره د مقابلې د محدودیتونو د احیا په پلمه په هیواد کښې د کورنیو ترهګرو او د سرزورو کسانو د هدفمنو حملو احتمال شته .

خبري سرچینو د اوکراین په پلازمینې کي یف(kiev) کښې د لومړي وزیر پرضد د مظاهرو او له اعتراض کونکو سره د پولیسو د اخ وډب خبر ورکړ .

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله د محرم  د میاشتې په مناسبت وینا کښې د مسولیت او دندې په پيژندلو ټینګار وکړ او ویې ویل له صهیونیسټ رژیم سره سوله حرام ده .

د عرق د ملي حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم ټینګار وکړ اوس وخت رارسیدلی دی چې په کاملې ځمکنۍ بشپړتیا سره یو (۱)هیواد شو او هیڅ خارجي ځواک او له ترټولو مهم په عراق کښې د امریکا پوځي ځواکونه نه وي .

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په دې خبرې سره چې د یمن کابو یولس (۱۱) میلیونه ماشومان بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري وویل یمن په دنیا کښې له ترټولو بد انساني کړکیچ سره مخ دی .

په سینا کښې د مصر د پوځ د یوه(۱) زغر ګاډي په لاره کښې په بم چاودنه کښې اته (۸)پوځيان مړه او پینځه(۵) نور ژوبل شوي دي .

د صهیونیسټ رژیم پولیسو د لبنان د حزب الله غورځنګ د المنار ټیلي ویژن په خبریال چې د اردن سین د لویدیځې غاړې پیښو ته یې پوښښ ورکاوه حمله وکړه او د هغه د کار مخه یې ونیوله .

د سعودي عربستان رژیم چارواکو له محرم میاشت سره په یووخت د قطیف ښار د شیعه مسلمانانو پرضد ځپونکي اقدامات زیات کړل او د یوه (۱) جومات او د یوې امامباړې مسولان یې جرمانه کړل .

د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د خپل هیواد په چارو کښې د امریکا لاسوهونکو اقداماتو ته په اشارې سره وویل واشنګټن د یمن د کړکیچ لپاره سیاسي حل لارې ته د رسیدا خنډ دی .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سر ټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکي امنیتي وضعیت ته پام کړی دی او د یوه عادي افغان له قوله‌یې مقاله پیل کړې ده.

د کابل یوه اوسېدونکي دې ورځپاڼې ته ویلي چې خلک په بېره کې دي.

ده ویلي، نن سهار چې ښار ته ووتم د سړک پر غاړه مې یوه ښځه ولیده چې ژړل یې. خلکو هرې خوا ته منډې وهلې او غوښتل یې خپلو کورو ته ورسېږي.

د کابل دې اوسېدونکي ویلي چې پخوا د موټر کرایه دوه(2) ډالره وه او اوس بیه پنځه چنده لوړه شوې او ټکسي نه پیدا کېږي.

()

د برتانیا ای‌ټي‌وي بیا په دې اړه مقاله لیکلې چې بورېس جانسون د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو لپاره روانه اوونۍ د خپل هېواد د پارلمان غونډه راغوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ په یو وېډیويي پيغام کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ښار د امنیت د خوندي کولو په موخه ځای پر ځای شوي او خلک دې هېڅ تشویش نه‌کوي.

 

د یکشنبې په ورځ طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی به کابل ته په جګړه نه‌ننوځي، خو د ورځې په پای کې یې په بله اعلامیه کې وویل چې د امنیتي ادارو کارکوونکو خپلې دندې پرېښي دي او د چور د مخنیوي په خاطر دوی کابل ته ننوځي.

وروسته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پر فېس‌بوک په خپره کړې وېډيو کې تأیید کړه چې ولسمشر غني له هېواده وتلی دی.

د ای‌ټي‌وي په مقاله کې یادونه شوې ده چې د بریتانیا پارلمان اوس‌مهال پر رخصتۍ دی او لومړی وزیر بورېس جانسون د کارګر ګوند د مشرانو تر فشار لاندې راغلی چې وکیلان غونډې ته وروغواړي.

د ای‌ټي‌وي په مقاله کې راغلي چې په کابل کې د بریتانیا د سفیر د ایستلو لپاره اقدامات شوي او نور بریتانوي وګړي به هم وایستل شي. شااوخوا ۶۰۰ بریتانیايي  پوځیان افغانستان ته لېږل شوي چې له دغه هېواده بریتانیايي وګړي په خوندیتوب سره وباسي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او څو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ .