د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له امیر عبداللهیان سره وکتل
یو شیائو یونګ په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا له ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره ملاقات کړی او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې امیر عبداللهیان په دغې کتنې کښې د افغانستان په شمول سیمه کښې د سپينې ماڼۍ له ازمیښت او خطا سره په ملو سیاستونو باندې په نیوکې سره، د افغانستان په برخلیک کښې د دغه هیواد د خلکو په رول او د ټولو قومونو په ګډون یو حکومت په جوړیدو باندې ټینګار وکړ.
په دغې کتنې کښې دواړو لورو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ساتل کیدو، د پایدارې صلحې او ثبات په ټینګیدو او د ترهګرو ډلو له شتونه د پاک افغانستان او له ګاونډیانو سره يې په ښو اړیکو باندې ټینګار وکړ.