د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له امیر عبداللهیان سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104464-د_افغانستان_لپاره_د_چین_ځانګړي_استازي_له_امیر_عبداللهیان_سره_وکتل
یو شیائو یونګ په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا له ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره ملاقات کړی او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 01:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له امیر عبداللهیان سره وکتل

یو شیائو یونګ په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا له ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره ملاقات کړی او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه

یو شیائو یونګ په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا له ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره ملاقات کړی او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې امیر عبداللهیان په دغې کتنې کښې د افغانستان په شمول سیمه کښې د سپينې ماڼۍ له ازمیښت او خطا سره په ملو سیاستونو باندې په نیوکې سره، د افغانستان په برخلیک کښې د دغه هیواد د خلکو په رول او د ټولو قومونو په ګډون یو حکومت په جوړیدو باندې ټینګار وکړ.

په دغې کتنې کښې دواړو لورو د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ساتل کیدو، د پایدارې صلحې او ثبات په ټینګیدو او د ترهګرو ډلو له شتونه د پاک افغانستان او له ګاونډیانو سره يې په ښو اړیکو باندې ټینګار وکړ.