له چین سره د اړیکو پراختیا د ایران وړومبیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104476-له_چین_سره_د_اړیکو_پراختیا_د_ایران_وړومبیتوب_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له چین سره  د ملګرتیا او اړیکو د سویې لوړول د بهرني سیاست په ډګر کښې د ایران د حکومت وړومبیتوب دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 03:11 Asia/Kabul
  • له چین سره د اړیکو پراختیا د ایران وړومبیتوب دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له چین سره  د ملګرتیا او اړیکو د سویې لوړول د بهرني سیاست په ډګر کښې د ایران د حکومت وړومبیتوب دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له چین سره  د ملګرتیا او اړیکو د سویې لوړول د بهرني سیاست په ډګر کښې د ایران د حکومت وړومبیتوب دی

سید ابراهیم رئیسي پرون د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د امریکې د یواړخیزپالنې په وړاندې د چین د سټراټیجک دریځ او په مختلفو نړیوالو ډګرونو کښې یې د ایران د ملګرتیا قدرونه وکړه.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان په دې خبرې سره چې تهران په افغانستان کښې  د امنیت، ثبات او ټکاؤ د رامینځته کولو په لړ کښې له چین سره ملګرتیا ته تیار دی، زیاته کړه: د پردیو وتلو او په دغه هیواد کښې تیرو تجربو د افغانستان د امنیت او پراختیا د ضمانت لپاره د ټولو افغانستاني بهیرونو د ملګرتیا او ګډون ضرورت له بل هر وخته زیات روښانه کړی دی.

د چین ولسمشر شي جین پینګ هم د ایران او چین له پنځوس کلنو اړیکو د خوښۍ په ښودلو سره وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکو په تیره بیا د ایران او چین د ملګرتیا د هراړخیز پروګرام له موافقې وروسته د پام وړ پایلې او لاسته راوړنې لرلې دي.