د ایران په سرحدونو باندې تیری ځپونکی ځواب لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104682-د_ایران_په_سرحدونو_باندې_تیری_ځپونکی_ځواب_لري
د ایران د پولیسو د سرحدي ځواک قومندان وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت په پولو باندې ډیر وړوکې تیری به له ځپونکي ځواب سره مخامخ شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2021 23:49 Asia/Kabul
  • د ایران په سرحدونو باندې تیری ځپونکی ځواب لري

د ایران د پولیسو د سرحدي ځواک قومندان وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت په پولو باندې ډیر وړوکې تیری به له ځپونکي ځواب سره مخامخ شي

د ایران د پولیسو د سرحدي ځواک قومندان وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت په پولو باندې ډیر وړوکې تیری به له ځپونکي ځواب سره مخامخ شي

برید جنرال سردار احمد علي ګودرزي پرون د ایران په شمال لویدیځ کښې د اردبیل ولایت له شمالي پولو په کتنه کښې زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت له خپلو ګاونډیانو سره تعامل او رغنده اړیکه لري او په عین حال کښې به هیڅ ډلې او بهیر ته پر خپلو سرحدونو د تیري او ګواښ اجازه ورنه کړي.

هغه د اسلامي ایران په سرحدونو کښې ټینګ شوی آرامښت د غیرتي پوله ساتونکو د میړانې او هوښیارۍ نښه وبلله او ويې ویل: تیر کال د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ له شخړو سره سره په دغې سیمې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په پولو کښې حالات ښه او کرار دي.