ایران له افغانستانه ملاتړ کوي
د اسلامي ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې له افغانستانه ملاتړ کوي
د اسلامي ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې له افغانستانه ملاتړ کوي
د ایران نوي داخله وزیر احمد وحیدي پرون د خپل کار د پیلولو په وړومبۍ ورځ د ایران پریس د خبریال د پوښتنې په ځواب کښې وویل: افغانستان د ایران یو مهم ګاونډي دی او له دغه هیواده یې تل ملاتړ کړی دی او بیا به یې هم کوي.
وحیدي زیاته کړه: ایرانیان د افغانستان په کړکیچ ښه خبر دي، د افغانستان ځیني خلک خپل هیواد ته ستانه شول او ځیني هم د افغانستان د حکومتي چارواکو په غږملتیا سره ستنیږي او د ایران او افغانستان په پولو کښې هیڅ ستونزه نشته.
د ایران د کورینو چارو وزیر وویل چې ایران تل د بین الافغاني خبرواترو هرکلې کوي او هیله لري چې د افغانستان مختلفې ډلې او ګوندونه د مذاکرې له لارې د خپل هیواد د مشکلاتو د هواري لپاره مثبتو پایلو ته ورسیږي.
هغه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې سره هم ټینګار وکړ چې امریکې د دغه هیواد د خلکو لپاره تشه بدبختي راوړې ده.