د ایران خارجه وزیر نن عراق ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104858-د_ایران_خارجه_وزیر_نن_عراق_ته_ورسید
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د عراق خارجه وزیر فواد حسین او په بغداد کښې د ایران سفیر ایرج مسجدي د بغداد په هوايي ډګر کښې د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هرکلی وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2021 09:02 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر نن عراق ته ورسید

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د عراق خارجه وزیر فواد حسین او په بغداد کښې د ایران سفیر ایرج مسجدي د بغداد په هوايي ډګر کښې د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هرکلی وکړ .

ټاکل شوي ده چې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له انتخابیدا وروسته په خپل لومړي سفر کښې د عراق د ملګرتیا او مشارکت په نوم غونډې کښې ګډون  کړي .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بغداد ته له سفر وروسته وویل د عراق د چارواکو د  هرډول سیمه ییز عمل نوښت چې د سیمې د هیوادونو په ګډون سره وي هرکلی کوي .

عبداللهیان وویل مونږ باوري یوو ضروري وه چې د عراق د ګاونډي هیوادونه په توګه د بغداد په غونډې کښې د ګډون بلنه ورکول کیدله البته د سوریې له مشرانو سره د سیمې د پایداره پراختیا او د امنیت په هکله تماس کښې یوو او په مشورو بوخت یوو او له دمشق سره د هر ډول سیمه ییز نوښت کښې د سیمې د مهمو هیوادونو په رول باندې د ټینګیدا او د بغداد د غوندې په هکله نیغ په نیغه مشوره وکړو .