افغانستان ته د ایران د شیانو صادرات ۲۶۰ فیصده زیات شوي دي
له دوغارون سرحده افغانستان ته د ایران د شیانو صادرات ۲۶۰ فیصده زیات شوي دي
له دوغارون سرحده افغانستان ته د ایران د شیانو صادرات ۲۶۰ فیصده زیات شوي دي
د ایران د دوغارون د سرحدي لارې مدیر وویل: د سږ کال له پیل د زمري د میاشتې تر پاې پورې ۶ لکه ۱۹ زره او ۱۹۹ ټنه ډول ډول شیان په ۲۲ زره او ۳۶۴ ټرانزټي ټرکونو کښې د ایران د خراسانِ رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ له دوغارون سرحد څخه افغانستان ته صادر شوې دي چې د تیر کال د ورته مودې په پرته د ۲۶۰ فیصده زیاتوالي ښودنه کوي.
سید احمد نظام نن د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې د دوغارون له سرحده د افغانستان له لورې د ډول ډول شیانو واردیدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د سږ کال په دې وړومبنیو پنځو میاشتو کښې په ۸۸ ټرکونو کښې ۲ زره او ۱۷۴ ټنه مختلف قِسمه شیان له افغانستان څخه ایران ته وارد شوي دي چې په دې برخه کښې هم د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۷۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی