له سوریې او عراق سره د ایران سټراټیجکې اړیکې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان عراق او سوریې ته د خپل سفر په ختمولو سره نن تهران ته راستون شو.
حسین امیر عبداللیهان د خپل دغه سفر په وړومبي پړاؤ کښې د عراق لپاره د وحدت په کانفرنس کښې د ګډون او د دوه اړخیزو ملاقاتونو لپاره بغداد ته لاړه.
د ایران خارجه وزیر د خپل سفر په دویمه ورځ سوریې ته لاړ او د دغه هیواد له ولسمشر بشارالاسد سره له صلاح مشورو مخکښې یې له خپل سوري همرتبه فیصل المقداد او نورو چارواکو او هم داشان یې د فلسطیني مبارزانو له یوه ډله مشرانو سره ملاقاتونه وکړل.
بشارالاسد د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په کتنه کښې له سوریې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره، په دوه اړخیزو برخو کښې او هم داشان په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو کښې د سوریې او ایران د ملګرتیاؤ په هکله خپلې لیدتوګې بیان کړې.
د صهیونیسټي رژيم له تیریو سره د دوامدارې مقابلې ترڅنګ د داعشي ترهګرۍ په وړاندې په عراق او سوریې کښې د مقاومت د چورلیز بریالیتوب ثابت شوی دی خو په تیره بیا د ایران او سوریې خلاف له لګیدلو بندیزونو او اقتصادي جنګ سره د مقابلې د ضرورت تقاضا ده چې په دې برخه کښې هم غږملتیاوې او ملګرتیاوې وشي. په تیره بیا دا چې د ایران، سوریې او عراق اړیکې په اقتصادي او امنیتي دلائلو او هم داشان د سیمې د جیوپالیټک ځانګړتیاؤ له امله سټراټيجک اهمیت لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په هم دې لړ کښې د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره له کتنې وروسته وویل: د ایران او سوریې د خصوصي برخې او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ملګرتیاوې له هغو موضوعاتو وې چې په دغه سفر کښې ورته د دواړو لورو له خوا جدي پاملرنه وشوه.
ایران او سوریه اوس د دښمنانو له ظالمانه بندیزونو سره د مقابلې لپاره د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا نقشه انځوروي او د یو بل په په مرسته کولې شي چې له اقتصادي ترهګرۍ سره په مبارزې او د دواړو هیوادونو له خلکو سره د مرستې په لړ کښې لوړ ګامونه پورته کړي.
د دې په ترڅ کښې چې سوریه په خپلې اقتصادي بیارغاونې لګیا ده او د ګڼو بیخ بیناؤ جوړولو ته اړتیا لري، دا د تخصصي او پروفیشنل فعالیتونو لپاره تقریباً د ۴ میلیارډ ډالري بازار په معنا ده. په دې وجه په روانو حالاتو کښې د صنعت، انرجۍ، پانګونې، سوداګرۍ او بندرونو په برخه کښې د ګډو ملګرتیاؤ پياوړتیا او د ګډو پروژو د اجرا چټکول، د دواړو هیوادونو خلاف له ظالمانه بندیزونو سره د مقابلې په موخه او هم داشان د پیسو او اسعارو د مبادلاتو د خنډونو د ختمولو لپاره سټراټیجک اهمیت لري.
د سوریې د اقتصاد او بهرني تجارت وزیر محمد ثامن الخلیل د پيسو د نقل و انتقال د ستونزې د هواري په هکله ویلي دي: د سوریې د تجارت بانک او دریو ایراني بانکونو ترمینځ خبرې اترې روانې دي چې ښه پرمختګونه یې لرلې دي تر څو شرکتونه او تاجران او اقتصادي فعالان وکړې شي په دې لړ کښې په اسانه مالي راکړې ورکړې ترسره کړي.
تهران په دې موضوع ټینګار لري چې په سیمه کې هر ډول سیاسي، امنیتي او اقتصادي ترتیبات د سوریې په شمول د سیمې د ټولو هیوادونو په شتون او ګډون سره وشي. په دې وجه د مقاومت په چورلیز باندې د اقتصادي سټراټیجۍ ورزیاتول داشان چې د ایران، عراق او سوریې درې واړه هیوادونه همګرايۍ او هم افزایۍ ته ورسیږي او په ګډو ننګونو باندې برلاسي شي نو دا به د سیمې د راتلونکي د اتحاد لپاره د یو مهم ګام د پورته کیدو په معنا وي.
له دې امله د ایران د دیارلسم حکومت د عمومي ډیپلماسۍ ترټولو غوره پیل د مقاومت په چورلیز کښې د دفاعي ملګرتیاؤ ترڅنګ اقتصادي همپالنه کیدې شي او د عراق او سوریې دوو هیوادونو ته د ایران د خارجه وزیر د سفر اهمیت او په بغداد او دمشق کښې یې کړې خبرې اترې په هم دې چوکاټ کښې ارزولې شو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*