په ایران کې وحشي کرونا نور ۵۹۹کسان قرباني کړل
همداراز وئیل شوي دي ، تر دې دمه په ایران کې اته ویشت میلیون اوه شپیته زره اته سوه دیرش ډوزه واکسن پچکاري شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، دایران د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا منحوس ویروس باندې د ککړتیا له امله پنځه سوه نهه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ، چې له دوي سره تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک اته زره دوه سوه درې نوي تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي په تیر شواروز کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په درست هیواد کې په کرونا نور درې دیرش زره یو سل اویا ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي سره په ایران کې د ککړو کسانو شمیر هم پنځه میلیون پنځه ویشت زره دوه سوه دیرشو تنو ته رسیدلی دی .
همداراز وئیل شوي دي ، تر دې دمه په ایران کې اته ویشت میلیون اوه شپیته زره اته سوه دیرش ډوزه واکسن پچکاري شوي دي .