د پوځ زیاتره وسلې او تجهیزات  او سسټمونه ایراني دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105084-د_پوځ_زیاتره_وسلې_او_تجهیزات_او_سسټمونه_ایراني_دي
 د ایران دپوځ  عمومي قوماندان روښآنه کړې ،  د ایران د هوافضا دفاعي ځواک پشمول  د وسلوال ځواک لپآره  د پام وړ امکانات او آسانتیاوې رامینځةشوي دي  او پوځي کارپيژاندي  هم وائي  دا د سیمې تر ټولو  برلاسه هوافضادفاعي ځواک دی .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2021 10:26 Asia/Kabul
  • د پوځ زیاتره وسلې او تجهیزات  او سسټمونه ایراني دي

 د ایران دپوځ  عمومي قوماندان روښآنه کړې ،  د ایران د هوافضا دفاعي ځواک پشمول  د وسلوال ځواک لپآره  د پام وړ امکانات او آسانتیاوې رامینځةشوي دي  او پوځي کارپيژاندي  هم وائي  دا د سیمې تر ټولو  برلاسه هوافضادفاعي ځواک دی .  

د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ عمومي قوماندان  سردار تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي  زمونږ له خبریال سره په خبرو کې  ووئيل،د پيژندنې ،کشفونې،نښتو او د اطلاعاتو باندې په مسلط کیداکې هیڅ ډول اندیښنه نه لرو او د ایران د وسلوال پوځ  زیاتره  وسلې ، تجهیزات  او سسټمونه ځاي دي چې   د دښمن لپاره د مقابلې قابلیت او وړتیاوې  ډیرې  ورته سختوي . 

تورن جنرال موسوي  زیاته کړې ، دهغو سرښیندنو ، قربانیانو او ایثار ګریو په خاطر چې  دمقدسې دفاع په پړاؤ کې   او له دې وروسته ، د ایران دفضا  د امنیت دساتنې لپاره مو درلودلي دي ،   دوږي د میاشتې د لسم  ورځ ،  د درستو قواؤ  ستر قوماندان له خوا د هوافضا دفاعي  ملی ورځې په توګه نومولې ده .

  د  ایران د پوځ عمومي قوماندان  همداراز ووئيل ،  هغه ګواښونه چې  د دښمنانو  له خوا  او  د ګواښونو په سر کې نړۍ خوارې  امریکا او صهیونیسټي رژيم  او  ځينو  له خوا ئې  لرو،  لامل شوي دي، په تیرو دوه څلویښتو کلونو کې  د پوځي  توان او چمتووالي  د لوړتیا اوزیاتولو  لپاره هڅه و کړو.

 سردار موسوي  ووئیل ،  دا ځانګړنې لامل شوي دي ،   په نورو هیوادونو هیڅ ډول تکیه کول مو په ذهن کې رانشي . 